د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

د سمنګان د سکرو کانونو په عوایدو کې کموالی راغلی دی


د سمنګان سیمه ییز چارواکي وايي، په روان لمریز کال کې په دغه ولایت کې د سکرو کانونو په عوایدو کې کموالی راغلی دی.

د سمنګان ولایت د والي ویاند صدیق الله عزیزي وايي چې د ۱۳۹۴ لمریز کال په ترڅ کې د سکرو له کانونو څخه تر لاسه شوي عواید له ۲ میلیارډو افغانیو څخه اوړي چې نسبت تېر مالي کال ته په کې ۴۵ میلیونه افغانۍ کموالی را غلی دی.

چارواکي د زورواکو له خوا په خپل سر د کانونو غیر قانوني ایستل اود کانونو د محافظت او ساتنې د خاصې قطعې د ځواکونو کموالی د عواید د سطح د ټیټوالی اساسي لامل بولي.

په غیر قانوني ډول د کانونو د رایستلو ستونزه د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې موجوده ده، او په ځینو مواردو کې د دولت مخالف وسله وال هم د کانونو د غیر قانوني رایستلو په وسیله ځان ته مالي امکانات برابروي.

د تر لاسه شوو راپورنو پر بنسټ چې د افغان دولت وسله وال مخالفین په غیر قانوني ډول د کانونو د رایستلو او قاچاق په وسیله د تر لاسه شوو پیسو په ګټې اخستنې سره د هېواد په مختلفو سیمو کې نا امنۍ ته لمن وهي.

اوس مهال د سمنګان سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې د سکرو د کانونو د غیر قانوني کیندونو په اړه اندېښنه ښيي.

د سمنګان د والي ویاند صدیق الله عزیزي ازادي راډیو ته وویل چې په ۱۳۹۴ مالي کال کې یې د سکرو له کانونو څخه څه باندې ۲ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

د ښاغلي عزیز په اند چې د ۱۳۹۳ کال په ترڅ کې یې د سکرو له کانونو څخه د عواید مجموعي کچه ۲ میلیارد او۵۰ میلیونه افغانیو ته رسېده، چې په کې د تېر مالي کال په پرتله ۴۵ میلیون افغانۍ کموالی رامنځته شوی دی.

عزیزي یې په اړه زیاته کړه:

"د سکرو له کانونو څخه د عواید تر لاسه شوې کچه څه باندې ۲ میلیارډو افغانیو ته رسېږي، چې په ۱۳۹۳ کال کې دا کچه ۲ میلیارډو۵۰ میلیونو افغانیو ته رسېده او په کې ۴۵ میلیونه کموالی راغلی دی."

په سمنګان کې سیمه ییز چارواکي وایي چې لا هم د دې ولایت په مختلفو سیمو کې په غیر قانونو توګه کانونه رایستل کېږي، او په عین وخت کې دوی د کانونوساتنې د خاصې قطعې د ځواکونو له کموالي سره مخ دي، چې یاده موضوع یې د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره هم شریکه کړې ده.

اکثراً په سمنګان ولایت کې د سکارو کانونه په دره صوف ولسوالۍ کې موجود دي، چې د یادې سیمې په ملکي خلکو او محلي زورواکو تور لګول کېږي، چې په غیر قانوني توګه دا کانونه راباسي.

خو د دره صوف ولسوال حسن علي وايي، هغه کسان د کانونو په رایستلو لاس پورې کوي چې د هر یو ټن سکرو په بدل کې دولت ته ۱۵۰۰ افغانۍ ورکوي.

د هغه په خبره چې هېڅ محلي زورواکی په دې ولسوالۍ کې دا وړتیا نه لري چې په خپل سر د کانونو په رایستلو لاس پورې کړي.

په عین وخت کې بیا د سمنګان ولایت اوسېدونکي سیمه ییزچارواکي د کانونو د غیر قانوني رایستلو د مخنیوي په اړه په بې پامۍ تورنوي او وايي چې سیمه ییز چارواکي نه دي توانېدلي چې په خپل سره او په غیر قانوني ډول د کانونو د رایستونکو په وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي.

د سمنګان مرکز ایبک ښار دوه تنه اوسېدونکي یې په اړه وايي:

"1- هر څوک چې هر څومره وغواړي کولای شي چې په غیر قانوني توګه کانونه را وباسي، دولت نشته چې مخ نیوی یې وکړي،لا هم په دره صوف کې په خپل سر خلک د سکرو کانونه راباسي.

2- هېڅ څوک بیت المال او ملي منافعو ته پام نه کوي حتا دولت نه شي کولای چې د خپل سرو او غیر قانوني استخراج کوونکو مخه ونېسي له باستاني ساحو څخه تاریخي آثار او له کانونو څخه معدني څېزونه رایستل کېږي."

په داسې حال کې په سمنګان ولایت کې د سکارو د کانونو د استخراج په اړه ضد و نقیض راپورونه خپرېږي چې په عین وخت کې د بلخ ولایت چارواکي هم د سیمه ییزو زورواکو له خوا د لرغونو سیمو د غیر قانوني کيندنو او د تاریخي اثارو د قاچاق په اړه اندېښمن دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG