د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

په افغانستان کې د امریکا د جکړې پوره ۱۶ کاله پوره شول


له نن څخه پوره ۱۶ کاله دمخه د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د طالبانو او القاعده شبکې په وړاندې حملې پیل کړي.

له همدې اعلان راهیسې تر نن پورې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې دېره دي او جګړې هم دوام لري.

واشنګټن اګزماینر "Washington Examiner" ورځپاڼې په همدې اړه راپور خپور کړی چې وايي، د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکټوبر پر ۷ مه د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش له سپینې ماڼۍ څخه د امریکا خلکو ته په ټلوېزیوني وینا کې وویل:

"زما په سپارښتنه د امریکا متحده ایالاتو پوځ په افغانستان کې د القاعده شبکې د روزنیزو کمپونو او د طالبانو د رژیم د پوځي اډو پر وړاندې بریدونه پیل شوي دي."

د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش
د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش

بوش زیاته کړه، برېتانیا په دې بریدونو کې له امریکا سره مرسته کوي، کاناډا، استرالیا، جرمني او فرانسې افغانستان ته د خپلو ځواکونو د استولو ژمنه کړې او نورو هېوادونو هم له امریکا سره خپل استخباراتي معلومات شریک کړل.

د امریکا ۴۳م ولسمشر په هغه وینا کې وویل:

"نړۍ په یوه ټولیزه اراده زموږ ملاتړ کوي."

دغه پوځي اقدام شااوخوا یوه میاشت وروسته له هغه وشو چې د ۲۰۰۱ میالدي کال د سپټمبر پر ۱۱ مه پر واشنګټن ډي سي او نیویارک ښارونو ترورېستي بریدونه وشول .

د واشنګټن اګزماینر ورځپاڼه لیکي، اسامه بن لادن چې هغه مهال یې د القاعده شبکې مشري کوله، دغه بریدونه تنظیم کړي وو.

په هغو بریدونو کې نېږدې درې زره کسان ووژل شول.

پخواني ولسمشر بوش په خپله وینا کې پر امریکاییانو غږ کړی و چې له زغمه کار واخلي او امریکایي ځواکونو ته دعاوې وکړي.

تر هغه را وروسته د امریکا متحده ایالاتو بل پخواني ولسمشر بارک اوباما چې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یې له افغانستان څخه د ټولو امریکایې سرتېرو د ایستلو ژمنه کړې وه، د ۲۰۱۶ کال په جولای کې وویل چې دی به په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختموي .

واشنګټن اګزماینر ورځپاڼه لیکي، د امریکا اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې دفاع وزیر جیمز مټېس د تېرې سې شنبې په ورځ ویلي چې د امریکا متحده ایالات به خپل ځواکونه په افغانستان کې د جګړې لومړیو کرښو ته ورنېږدې کړي، څو پر طالبانو فشار راوړي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

مټېس دا هم ویلي چې امریکا په پام کې لري چې نور ۳۰۰۰ پوځي سلاکاران افغانستان ته ولېږي.

دغه شمېر سرتېري په دې مانا دي چې له دې سره به په افغانستان کې د ټولو دېره امریکایي پوځيانو شمېر ۱۴ زرو ته ورسېږي .

XS
SM
MD
LG