د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

فارن پالیسي: پنتاګون افغانستان ته د تلونکو سرتېرو کره شمېر نه یادوي


فارن پالیسي خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی چې پکي راغلي:«په داسې حال کې چې په افغانستان کې نور سرتېري ځای پرځای کېږي، پنتاګون د هغو دقیقه شمېره په څرګند ډول نه یادوي.»

مقاله د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټېس د سې شنبې د ورځې څرګندونو ته په اشارې لیکلي چې د امریکا د کانګرس د پوځي خدماتو د کمېټو په استماعیه غونډه کې مټېس ویلي چې اضافي سرتېري افغانستان ته تلونکي دي، خو افغان ځواکونه د جګړې ډېری مسؤلیتونه پخپله لري او امریکاییان د هغوی هوایې ملاتړ کوي.

د لیکوال په خبره، دا چې پنتاګون د دغو سرتېرو د دقیق شمېر او د مېشتېدو د ځای په اړه جزئیات نه ورکوي، یو شمېر هغه امریکایي قانون جوړونکي په غوسه کړي دي چې په دې برخه کې د لا ډیر شفافیت غوښتونکي دي.

د فارن پالیسي مقالې د سناتورې کرستین جیلې برند څرګندونو ته په اشارې لیکلي چې پر جیمز مټېس یې فشار راوړ څو و وایي ایا واقعاً افغانستان ته د تلونکو سرتېرو د شمېر په اړه د امریکا د خلکو سره ریښتونی چلند کوي؟

د خپرونې په لیکنه مټېس د دغې پوښتني له ځواب ویلو ډډه وکړه او ټینګار یې وکړ چې طالبان به د دې پوښتنې له ځوابه ګټه واخلي.

سټار انډ سټرایپس:

سټار انډ سټرایپس خپرونې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د امریکا د دفاع وزیر او لوی درستیز د هغو معلوماتو په اړه چې د کانګرس د پوځي خدماتو کمېټې ته یې ورکړي دي،یوه مقاله لیکلې ده.

دغې نشریې هم له دغو دوو امریکایې پوځي مشرانو څخه د سناتورانو د جدي پوښتنو او رفتار د څرنګوالي په اړه مقاله لیکلې ده.

لیکوال د جمهوري غوښتونکي سناتور جان مککین څرګندونو ته اشاره کړې چې د افغانستان لپاره یې د امریکا د نوي ستراتیژۍ د مهمو جزئیاتو پر ناڅرګندوالي انتقاد کړی دی او دا دوه چارواکي یې وپوښتل.

سټار انډ سټرایپس د مککین دا خبره راخستي چې ویلي یې دي:موږ د دې ستراتیژۍ په اړه ډېرې پوښتنې لرو.»

نشریه لیکي د سې شنبه د ورځي دغه استماعیه غونډه د دې ښکارندویې کوي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې او ځینو کلیدي سناتورانو تر منځ اړیکي داسي مهال کړکېچني دي چې د ولسمشر ټرمپ اداره په بهر کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خپلې ستراتیژۍ د عملي کېدو هڅې کوي.

فایننشل ټایمز:

یوې بلې ورځپاڼي فایننشل ټایمز بیا د افغانستان د سولې په برخه کې تمرکز کړی دی.

ورځپاڼه لیکي د ځینو ډیپلوماټیکو سرچینو پر اساس د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او افغان سیال یې محمد اشرف غني په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړلو غوښتونکي دي، خو دا غوښتنه د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د ځینو مخالفتونو سره مخامخ شوې ده.

قطر چې هلته د طالبانو شااوخوا ۳۵ لوړ پوړي چارواکي له خپلو کورنیو سره ژوند کوي، یوازینی ځای دی چې لوېدیځ هېوادونه له دغه ادرسه کولی شي طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

د فایننشل ټایمز په لیکنه په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړلو وړاندیز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر هغه کارکوونکي چې د جنوبي اسیا په برخه کې کار کوي، دومره غوسه کړي دي چې هغوی یو اعتراضي چینل جوړ او خپل مخالفت یې څرګند کړی دی.

دوی وایي، د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان د سولي لپاره جدي هلي ځلي پیل کړي.

د ورځپاڼي په لیکنه تر دې وړاندې دا ډول اعتراضي چینلونه په سوریې کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د پالیسیو او هم امریکا ته د څو اسلامي هېوادونو د اتباعو پر ورتګ د بندیزونو له کبله د ولسمشر ټرمپ د ادارې په وړاندي جوړ شوي وو چې ظاهراً په ځینو مواردو کې اغېزمن تمام شوي دي.

XS
SM
MD
LG