د امریکا لوړپوړو چارواکو پرون چهارشنبه د تړلو دروازو تر شا د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه د کانګرس غړو ته جزئیات ورکړل.
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس او د دغه هېواد د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورد د امریکا د استازو جرګې غړو او سنا مجلس ته د نوې ستراتېژۍ په اړه معلومات ورکړل.
د دې غونډې په اړه هېڅ جزئیات نهدي ورکړل شوي ځکه رسنیو ته د ورتلو اجازه نهوه ورکړل شوې.
لهدې سره-سره څو تنو امریکایي چارواکو د نوم نهښودلو په شرط ویلي چې متحده ایالات تر ۳۵۰۰ پورې نور سرتېري افغانستان ته لېږي.
دغو چارواکو روېټرز خبري اژانس ته دا خبره کړې ده.
پنټاګون وایي، تر هغو چې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د دغو پوځيانو شمېر اعلان نهکړي، دوی یې په اړه څه نهوایي.
تمه ده امریکایي چارواکي ډېر ژر د کانګرس د غړو په مشوره افغانستان ته د لېږونکو سرتېرو دقیق شمېر اعلان کړي.
که د دغو امریکایي چارواکو له قوله ویل شوې شمېره تائید شي، په افغانستان کې به د امریکایي سرتېرو شمېر ۱۴۵۰۰ ته ورسېږي، ځکه اوسمهال پهدغه هېواد کې ۱۱۰۰۰ امریکایي پوځيان حضور لري.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان لپاره په خپلې نوې ستراتېژۍ کې پهدې اړه چې نور سرتېري به افغانستان ته ولېږل شي، څه نهو ویلي.
بلخوا په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن له ازادي راډیو سره په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې نور پوځیان به د ظرفیت جوړولو لپاره افغانستان ته راشي.
دی وايي:
"موږ به د سرتېرو پر شمېر خبرې ونهکړو، خو دا ویلی شم چې ډېر به شي. ظرفیتونه لوړېږي او نور به د سلا مشورو تر بریده پاتې نهشي. هوایي ځواکونه هم پهکې شامل دي چې ځیني یې پرل ارې دي او ځیني رارسېدلي دي."
د څه باندې یو تریلیون ډالرو په لګولو، تر ۲۳۰۰ ډېرو وژل شویو او ۱۷۰۰۰ زخمیانو سره افغانستان د امریکا لپاره تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې ده.
په امریکا کې یو شمېر شنونکي دا پوښتنه مطرح کوي چې د څو زره سرتېرو لېږل نهشي کولای د جګړې مسیر د ثبات لوري ته بدل کړي او پر ځای یې د دوی په باور امریکا باید پر بدیلو لارو او انتخابونو فکر وکړي.