د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

وال سټریټ ژورنال: ولې افغانان د امریکا نوې ستراتیژۍ ته هیله من شوي دي؟


وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه په یوه مطلب کې پوښتنه کوي چې ولې افغانان د امریکا نوې ستراتیژۍ ته هیله من شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، په ۲۰۱۱ کال کې چې پخواني ولسمشر بارک اوباما تر ۲۰۱۴ کاله له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو پلان اعلان کړ، نو افغانستان له سختو حالاتو سره مخامخ شو.

ورځپاڼه زیاتوي چې افغانان د انتخاباتو په نتیجه کې په خپلو کې سره وویشل شول او افغان ځواکونو د طالبانو او هغو تروریستي ډلو د ځپلو لپاره بشپړ چمتووالی نه درلود چې د پاکستان له زرګونو دیني مدرسو او خوندي مرکزونو څخه افغانستان ته روان وو.

ورځپاڼه یادونه کوي، په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان لپاره واضحه ستراتیژي نه درلوده، ایران او روسیې په افغانستان کې خپل دخالت زیات او طالبانو ته یې د وسلو ورکول پیل کړل.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې له دې سره طالبان زړور شول او د بریا تصور ورته پیدا شو، پر افغان ځواکونو او د ولایتونو پر مرکزونو او ستراتیژیکو سیمو یې په ګڼ شمېر حملې پیل کړې.

ورځپاڼه د افغان چارواکو له خوا د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه د ورکړل شویو شمېرو یادونه کوي او لیکي چې هغه مهال د ورځې پنځوس سرتېري په اټکلي ډول وژل کېدل.

وال سټریټ ژورنال لیکي، اوس چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې، افغانان یوځل بیا ځکه هیله من شوي دي چې د ښاغلي ټرمپ پلان که څه هم ډېر جزئیات یې نه دي معلوم خو د ټاکلي مهالوېش پرځای د شرایطو پر بنسټ د وتلو سپارښتنه کوي.

وال سټریټ ژورنال د مطلب په پای کې لیکي، سره له دې چې د فعالې ډیموکراسۍ د یوه لرونکي هېواد په توګه په افغانستان کې د سولې راتلونکې نه ده معلومه، خو لږترلږه افغانستان اوس یو امید لري.

واشنګټن پوست:

واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش د ادارې سیګار د وروستي راپور په اړه چې د افغان ځواکونو د ترینینګ پر پروګرام یې انتقاد کړی دی، یو مطلب خپور کړی.

سیګار په خپل نوي راپور کې په دې پروګرام کې د بدلون غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که دا بدلون رانشي نو د امریکا څو میلیارډ ډالر مرستې به حیف شي.

د سیګار مشر جان سوپکو واشنګټن پوست ته ویلي چې متحدایالات باید خپل قابلیتونه د افغان ځواکونو له اړتیاوو سره سم کړي.

ورځپاڼه د سوپکو له قوله، د ظرفیتونو د جوړولو په مسئله کې د امریکایي ادارو د ستونزو یادونه کوي او لیکي، د عدلیې وزارت د افغان ځواکونو د روزنې ظرفیت لري خو د تمویل سرچینې او د دې کار مسؤلیت نه لري، پنټاګون هم لېوالتیا لري او هم مالي سرچینې خو پوځي پولیس یې دا وړتیا نه لري چې د قانون د تنفیذ ملکي مامورین وروزي او د بهرنیو چارو وزارت د چارو مسؤلیت لري خو نه د دې کار لپاره وړتیا لري او نه مالي سرچینې.

واشنګټن پوست لیکي، په داسې حال کې چې څه باندې درې نیم زره امریکايي سرتېري افغانستان ته روان دي دا پوښتنې لاهم پرځای پاتې دي چې په افغانستان کې د امریکا عمومي اهداف کوم دي او د سرتېرو په شمېر کې له نسبتاً لږ زیاتوالي سره به د خپلې تر ټولو اوږدې جګړې اداره بیا څنګه په لاس کې واخلي.

XS
SM
MD
LG