د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۴۰

د پاک ترک نړیوالو ښوونځیو او کالجونو پخوانی مشر لوڼو سره تښتول شوی


د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون پرون په یوه بیان کې وویل چې د پاک ترک نړیوالو ښوونځیو او کالجونو پخوانی مشر مسوت کاجماز له خپلو دوو لوڼو سره د شلو وسله والو کسانو له خوا چې په یوه پیکپ موټر کې سپاره وو، په لاهور ښار کې له خپل کوره تښتول شوی دی.

د کاجماز ګاونډی فتح اوجي چې د کاجماز د کورنۍ د نیول کېدو عیني شاهد و او دی هم د لنډ وخت لپاره توقیف شو ویلي دي چې پولیسو د هغوی سترګې وتړلې او په پیکپ موټرو کې یې بوتلل.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون HRCP ویلي چې کاجماز له تېره یوه کال راهیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په اسنادو په پاکستان کې ژوند کاوه.

کمېسیون د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د کاجماز د کورنۍ د غړو د سمدستي خوشې کېدو لپاره اقدام وکړي او د هغو د ایستلو د غوښتنې په وړاندې مقاومت وکړي.

انقره شک لري چې پاک ترک نړیوال ښوونځي په امریکا کې دېره دیني عالم فتح الله ګولېن تمویلوي او ملاتړ یې کوي.

ګولین تورن دی چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د یوې ناکامې کودتا په ترڅ کې د رجب طیب ادروغان د حکومت د پرځولو پلان درلود.

ګولین چې په امریکا کې اوسي دا تورونه رد کړي دي. د ترکیې حکومت له افغان حکومت څخه هم غوښتي دي چې د افغان ترک ښوونځیو اداره د ترکیې حکومت ته وسپاري خو افغان حکومت دا غوښتنه تراوسه نه ده منلې.

افغان چارواکو ویلي دي چې د دې ښوونځیو ملاتړ کوي او په هرات کې د ترکیې د قونسل هغه ادعا یې رد کړې چې ویلي یې و، افغان ترک ښوونځي د تروریستانو ځالې دي.

په همدې حال کې فرانسپرېس خبري آژانس د پاک ترک ښوونځیو د استازې اسماګیلاني له قوله لیکي چې وايي، موږ د پاکستان له حکومته غواړو چې ژرتر ژره د ورکو کسانو د موندلو په برخه کې اقدام وکړي.

مېرمن ګیلاني وايي، کاجماز او لوڼو ته یې د ملګروملتو د کډوالو ادارې تر نوامبر میاشتې پورې په پاکستان کې د استوګنې اسناد ورکړي وو.

پاکستاني چارواکو تراوسه د موضوع په اړه له څه ویلو ډډه کړې.

په تیره نوامبر میاشت کې پاکستان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له سفر وروسته د پاکستان حکومت د پاک ترک د ښوونځیو لسګونه ښوونکي له دې هیواده وایستل.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون همداراز ویلي چې یوشمیر نور ترک ښوونکي ترکیې ته له رسیدو سره سم نیول شوي او د احتمالي شکنجې په اړه یې هم راپور ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG