د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۱۲

بشري حقونو یوه ډله: د پاک ترک ښوونځیو پخوانی مشر دې راخوشې شي


د پاکستان د بشري حقونو یوې ډلې د پاک ترک د خصوصي ښوونځیو د پخواني مشر د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون پرون په یوه بیان کې وویل چې مسوت کاجماز پرون له خپلو دوو لوڼو سره د شلو وسله والو کسانو له خوا چې په یوه پیکپ موټر کې سپاره وو، په لاهور ښار کې له خپل کوره تښتول شوی دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون HRCP ویلي چې کاجماز له تېره یوه کال راهیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په اسنادو په پاکستان کې ژوند کاوه.

کمېسیون د پاکستان پر حکومت هم غږ کړی دی چې د کاجماز د کورنۍ د غړو د سمدستي خوشې کېدو لپاره اقدام ورکړي او له ترکیې څخه د هغو د ایستلو په وړاندې مقاومت وکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون همدا راز ویلي چې یو شمېر نور ترک ښوونکي هم ترکیې ته له رسېدو سره سم نیول شوي او د احتمالي شکنجې په اړه یې راپور ورکړل شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې کاجماز او دوه لوڼې به یې د پاکستان د کومې ایجنسۍ له خوا نیول شوي وي. پولیسو ویلي دي چې په دې اړه یې تحقیقات پیل کړي.

XS
SM
MD
LG