د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د ملي يووالي د حکومت تېر درې کلونه، د افغان ځواکونو لپاره ازمایښت!


د ملي يووالي د حکومت تېر درې کلونه د افغان ځواکونو لپاره د ازماېښت کلونه و.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، که څه هم په دغو کلونو کې امنیتي ننګونې او د وسله والو مخالفینو او تروریستي ډلو فعالیتونه او پلانونه ډېر و خو افغان وسله وال ځواکونه تر ډېره توانېدلې چې د خپلې خاورې څخه ساتنه وکړي.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت په تېرو درېیو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د پياوړتیا خبره کوي خو يو شمېر پوځي کارپوهان د روزنې او تجهیز له پلوه دغه ځواک لا هم نیمګړی بولي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، په دغو کلونو کې د ملي يووالي د حکومت په ځانګړې پاملرنې سره افغان ځواکونو ته د ښې روزنې ترڅنګ ښه تجهیزات هم په واک کې ورکړل شوي دي.

وزیري: افغان ځواکونه ښه مجهز شوی.
وزیري: افغان ځواکونه ښه مجهز شوی.

"نن چې هوايي پوځ کومې دندنې ترسره کوي دا د تېرو درېیو کلونو لاسته راوړنې دي چې هوايي ځواک دې حد ته رسېدلی، د دې ترڅنګ په دغه موده کې په کشف،استخباراتو کې ډېر کار وشو دا شان د انجنیري، توپچي او زري دارو قوتونو کې په برخه کې ډېر بدلونونه راغلي او اوس موږه په ښه دریځ کې یو."

ښاغلی وزیري وايي، سره له دې چې تېر درې کلونه له امنیتي پلوه له ډېرو ننګونو ډک و خو افغان ځواکونو د ډېرو قربانیو په ورکولو سره د تروریستي ډلو ډېر لوی لوی پلانونه شنډ کړل او په ډېر مېړانه يې د خپلې خاورې او خلکو ساتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورنو له مخې تېر درې کلونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د مرګ ژوبلې له اړخه ډېر خونړي کلونه و چې په کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو درنه مرګ ژوبله واوښته.

د سیګار د يوه راپور له مخې يوازې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۶۷۸۵ تنه سرتېري وژل شوي او ۱۱۷۷۷ نور ټپيان شوي چې دغه شمېر د ۲۰۱۵ میلادي کال پرتله ۳۵ سلنه لوړ والی ښيي.

د ملي يووالي د حکومت په دغه درې کلنه موده کې د کندز ولایت په ګډون ډېرې ولسوالۍ هم سقوط شوې چې يو شمېر یې لا هم د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې دي.

تېر یوه کال کې د افغان ځواکونو تر څنګ د نړیوالو ځواکونو د ونډې څېړل

ولایتي شورا: د ارزګان پر ۹۰ سلنې برخې طالبان کنټرول لري

کندز والي: د کندز ښار دوهم ځل سقوط کې زموږ بېغوري وه

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو درېیو کلونو کې افغان ځواکونو ښې لاسته راوړنې لرلې او دغه ځواک په ځان د بسیانې مرحلې ته نېږدې شوی.

د دوی په خبره له ۲۰۱۴ کال را په دې‌ خوا د افغان هوايي ځواک په جوړېدو کار پیل شوی چې اوس ‌یې چارې چټکې شوي او د رادار په ګډون یو شمېر نورې څانګې چې هوايي ځواک ورته اړتیا لري پر فعالېدو دي.

افغان هوايي ځواک
افغان هوايي ځواک

د هوايي ځواک ترڅنګ، د کمانډو ځواکونو لوا په قول اردو باندې بدلېدل او د کمانډو ځواکونو په شمېر کې زیاتوالی، په يو شمېر ولایتونو کې د نویو قطعاتو او لواګانو جوړېدل، د ښوونې روزنې په برخه کې د مسلکي ښوونځیو په شمېر کې زیاتوالی، د هوايي پوهنتون جوړېدل، ملي اکاډمي د افسرانو په اکاډمۍ بدلېدل، له هېواده بهر د محصلینو لېږل او يو شمېر تاسیستانو رامنځته کول هغه څه دي چې د افغانستان وزارت يې په تېرو دریو کلونو کې د لاسته راوړنو په توګه يادوي.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع پخوانی وزیر شاه نواز تڼی وايي، افغان پوځ لا هم پر خپلو پښو ولاړ نه دی او د روزنې او تجهیز په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه:

"تر اوسه پورې چې لکه څنګه اړتیا لېدل کېږي او لازمه ده، دغه ځواکونه پر پښو نه دي درېدلي، همدا وجه ده چې دوی د ځانګړې دفاع توان هم نه لري،که څه هم دوی خپلې چارې په ښه توګه سمبالوي، خو د روزنې او تجهیز په لحاظ دوی ښه سمبال نه دي."

ښاغلی تڼی وايي، سره له دې چې د جګړې مسؤلیت اوس افغان ځواکونو ته سپارلی شوی خو بیا هم ډېره اتکا پر بهرنیو ځواکونو کېږي.

بلخوا د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون يو شمېر غړي وايي، له دې امله چې افغان ځواکونه لا هم په کافي اندازه تجهیزات نه لري او په وخت سره نه اکمالېږي په تېرو څو کلونو کې یې د تلفاتو کچه لوړه شوې.

له دې ډلې علي اکبر قاسمي وايي،حکومت ته په کار ده چې د افغانستان ملي اردو د سیاسي مسایلو څخه لرې وساتي او د پیاوړتیا لپاره يې کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"کوښښ باید دا وشي چې اردو مو ملي وي او له سیاسي مسایلو لرې وساتل شي او د دوی د ملاتړ لپاره هڅې وکړي."

ښاغلی قاسمي وايي، د افغان پوځ پیاوړتیا او ښه تجهیز د نړیوالو په ځانګړې توګه امریکا پورې اړه لري خو د ده په خبره افغان حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې نړیوالو ته قناعت ورکړي څو د افغان پوځ سره د روزنې او اکمالاتو په برخه کې مرستې وکړي.

خو له دې ټولو سره سره يو شمېر افغان پوځي کارپوهان وايي، افغان ځواکونه د تېرو کلونو په پرتله پیاوړې شوي، تجربې او وړتیاوې يې زیاتې شوي خو دغه کار د ملي یووالي حکومت د هڅو په نتیجه کې نه دي شوي.

له دې ډلې د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل وايي:

"سړی واقعاُ پوهېږي چې افغان ځواکونو ډېر تفاوت کړی په دې تېرو دریو کلونو کې،خو دا خبره په دې معنی نه ده چې دغه کار د ملي وحدت د حکومت په توجه شوی، اساسي خبره دا ده چې زموږ اکمالاتو او ښوونه روزنه او نور احتیاجات امریکا ورکوي، موږ به هغه وخت دا خبره کوله چې پخپلو پښو ولاړ وای."

خو له دې ټولو سره سره د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویندوی دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، درې کاله وړاندې چې کله ولسمشر محمد اشرف غني واک ته ورسېد امنیتي وضعیت ډېر خراب و خو د ملي یووالي حکومت د هڅو په نتیجه کې اوس تروریستي ډلې د افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې ولسمشر مسؤلیت په غاړه واخیست امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ و، له يوې خوا بهرني ځواکونه د وتو په حال کې و او ټول په دې اندېښنه کې و چې له ۲۰۱۴ کاله وروسته به څه کېږي،خو اوس وضعیت کامل بدلون موندلی او تروریستي ډلې چې شمېر ۲۰ ته رسېږي ستاسو د ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري."

افغان حکومت وايي، نړیوالې ټولنې د وارسا په غونډه کې له افغانستان سره د څلورو نورو کلونو لپاره د مرستو ژمنه کړې چې په دې موده کې به افغان هوايي ځواک هم په ځان بسیا شي.

د ناټو په مشرۍ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هم ویلي چې هڅې يې دا دي چې د سیمې په کچه د افغانستان لپاره بهترینه اردو جوړه کړي.

راپور: واصل واصل

XS
SM
MD
LG