د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

کندز کې یو شمېر افغان سرتېري: پر وخت او زمان مو اکمالات نه‌کېږي


په کندز کې یو شمېر افغان سرتېري چې د دې ولایت د ښار په نېږدې څنډو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې د جګړې په ګرمو سنګرونو کې ناست دي وايي چې دوی ته پر وخت سره اکمالات نه‌‏رسېږي او زیاتوي چې دوی ته د تعرضي عملیاتو اجازه هم نه‎ورکول کېږي.

د افغان ځواکونو هغو سرتېرو چې په دې عملیاتو کې ګډون کړی او د جګړې په لومړۍ کرښه کې د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې جنګېږي وايي چې دوی ته د تعرضي عملیاتو او پرمختګ اجازه نه‌‏ورکول کېږي او زیاتوي چې دوی ته په وخت سره اکمالات هم نه‌رسېږي.

یو شمېر سرتېري: موږ ته پر وخت اکمالات نه کېږي.
یو شمېر سرتېري: موږ ته پر وخت اکمالات نه کېږي.

څو تنو سرتېرو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هره ورځ طالبان پر موږ باندې تعرض کوي، خو موږ ته اجازه نه‌راکول کېږي چې پرمختګ وکړو او بل دا چې موږ ته په وخت سره اکمالات هم نه‌رسېږي."

"چارواکي موږ ته وايي چې مخته مه‌ځئ او که موږ ته اجازه راکړي نو ډېرې سیمې به د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړو او دولت باید موږ ته اکمالات په وخت سره راکړي."

په ورته وخت کې په دې ولایت کې پوځي چارواکي بیا وايي چې دوی د پوځي پلان له ‏مخې پر مخ ځي، څو ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته کوم زیان ونه‌رسېږي.

په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې ارکان رئیس سید قربان موسوي وايي چې دوی د"پامیر۱" ژمني عملیاتو کې ښې لاسته راوړنې لري.

د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس سید قربان موسوي.
د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس سید قربان موسوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د روانو عملياتو په نتیجه کې موږ یوه قرارګاه د حضرت سلطان په سیمه کې جوړه کړه او موږ پر خپل پلان کار کوو او ډېر ژر به د دې عملیاتو دوهم پړاو هم پیل شي."

په همدې حال کې د افغان ځواکونو یو تن قوماندان عبدالواهاب چې په دې عملیاتو کې ګډون کړی هغه وايي چې دوی د کندز ښار په شااوخوا سیمو کې یو شمېر کلي د وسله‌‏والو مخالفینو له شتون څخه تصفیه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د لوړپوړو چارواکو هدایت ته منتظر یو او که چېرې موږ ته امر وکړي نو زموږ ځواکونه چمتو دي چې مخته ولاړ شي او اوس‌مهال دولتي ځواکونه د قرارګاه پر جوړولو بوخت دي، کومه خاصه ستونزه نه‌لرو."

په همدې حال کې د کندز ښار اوسېدونکي وايي چې په دې عملیاتو کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی.

د کندز ښار اړوند د ملا سردار د کلي یوه تن اوسېدونکي د روانو عملیاتو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"خلک ډېر په عذاب دي دغه ځواکونه ډېر وخت شوی چې دلته پراته دي، موږ له دولت څخه غواړو چې پرمختګ وکړي او یا دې بېرته شاته ولاړ شي، څو خلک له دې جنجال څخه خلاص شي."

د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا، که ‏چېرې دولت د ژمي په موسم کې د ښار نېږدې څنډې د وسله‎والو مخالفینو له شتون څخه تصفیه نه‏‌کړي، نو د هوا په ګرمېدو سره به د کندز اوسېدونکي له سختو امنیتي ننګونو سره مخ شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG