د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

وزیري: روان کال د سترو پلان شویو عملیاتو په ترڅ کې دښمن ځپل شوی


د افغانستان دفاع وزارت وايي، روان کال د افغان ځواکونو لپاره له لاسته راوړنو ډک کال وو او د سترو پلان شویو عملیاتو په ترڅ کې یې دښمن ځپلی دی.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د سې شنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د روان کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې د افغانستان دښمنانو هڅه وکړه چې یو شمېر سیمې سقوط کړي، خو افغان ځواکونو یې مخه ونیوله او پلانونه‌یې شنډ کړل.

دولت وزیري وايي، دښمن سخت ځپل شوی او په راتلونکي کال کې به د دې وړتیا ونه‌لري چې د افغان ځواکونو پر وړاندې ودرېږي.

دولت وزیري وايي، دښمن سخت ځپل شوی
دولت وزیري وايي، دښمن سخت ځپل شوی

نوموړی وايي:

"زموږ دښمنان خپلو اهدافو ته ونه‌رسېدل، هغوی غوښتل چې د کوټې او پېښور شوراګانې انتقال کړي، حقاني شبکې هڅه کوله چې په پکتیکا او خوست کې ترورېستي مراکز جوړ کړي خو افغان ځواکونو یې ټول پلانونه شنډ کړل. موږ په دې باور یو چې دښمن دومره ضربه لیدلې چې راتلونکي کال کې به د افغان ځواکونو پر وړاندې د مقابلې توان ونه‎لري."

ښاغلی وزیري وايي، د تېرو کلونو په پرتله په روان کال کې د افغان ځواکونو دفاعي او تهاجمي خوځښتونه ډېر وو او د دغه کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې یې د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې ۱ زرو ۱۹۸ تهاجمي عملیات ترسره کړي دي.

دفاع وزارت داسې مهال په روان کال کې د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو او د افغان ځواکونو د لاسته راوړنو خبره کوي چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

دغې ډلې ننګرهار کې د یو شمېر دیني عالمانو د تښتولو ترڅنګ لسګونه کورونه هم سوځولي دي.

د داعش د فعالیتونو سربېره د وسله‎والو طالبانو د نویو جنګي تکتیکونو او د یو شمېر هېوادونو له لوري یې د ملاتړ په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.

اوس-اوس د هلمند والي حیات‌الله حیات ویلي چې استخباراتي معلومات تائیدوي چې د ایران رژیم او د وسله‎والو طالبانو استازو ګرمسېر ولسوالۍ کې سره لیدلي هغه څه چې د دفاع وزارت‌یې په اړه پر بشپړو څېړنو ټینګار کوي.

هاخوا د ولسي جرګې غړی نذیر احمد احمدزی که څه هم په روان کال کې د افغان ځواکونو لاسته راوړنې د پام وړ بولي خو د راتلونکي کال لپاره اندېښنه څرګندوي.

د ولسي جرګې غړی نذیر احمد احمدزی
د ولسي جرګې غړی نذیر احمد احمدزی

نوموړی وايي:

"له نېکه‌مرغه افغان ځواکونه وتوانېدل چې د دښمن پلانونه شنډ کړي او مقابله وکړي. د ۱۳۹۶ کال په اړه نه امنیتي سکتور او نه هم دولت له ملت سره مشوره کړې، مونږ ښه چانس درلود چې د رخصتیو نه مخکې په دې اړه مشوره وکړو څو د راتلونکي لپاره پلان چمتو شي."

نذیر احمد احمدزی زیاتوي، وسله‎والو طالبانو د یو شمېر هېوادونو په ملاتړ د ګڼو ولایتونو د سقوط پلان درلود خو په خپلو پلانونو کې ناکام شول.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، د وسله‎والو مخالفینو د ګواښونو د مخنیوي او د یادو ډلو د له‎منځه وړلو لپاره د شفق پلان په چوکاټ کې پوځي عملیات په یو شمېر ولایتونو کې روان دي او په دې برخه کې هېڅ کومه ستونزه نه‌شته.

ښاغلي وزیري د ملي اردو په لیکو کې د خیالي سرتېرو اوازې هم رد کړې او دا یې د دښمن تبلیغات وګڼل.

له فساد سره مبارز، د ملي اردو په لیکو کې د ښځو د ظرفیتونو لوړول، د هوايي ځواک تجهیز او د ځواکونو اکمالول نورې هغه لاسته راوړنې دي چې ښاغلي وزیرې یې یادونه وکړه.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG