د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

کندز والي: د کندز ښار په دوهم ځل سقوط کې زموږ بې‌غوري وه


که څه هم نېږدې یوه میاشت شوه چې د کندز ښار د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی، خو لا هم د ښار اړوند نېږدې څنډو کې وسله‎وال طالبان شته او وخت نا وخت د ښار شاوخوا سیمو څخه د سپکو او درنو وسلو غږ اورېدل کېږي.

د کندز والي اسدالله عمرخېل ازادي راډيو ته وویل چې د کندز ښار په دوهم ځل سقوط کې بې‌غوري شوې او داسې پېښه به بیا ځل نه‌تکرارېږي.

ښاغلي عمرخېل دا مني چې لاهم وسله‎وال طالبان د ښار په نېږدې څنډو کې شته، خو زیاتوي چې وسله‎والو طالبانو د کندز ښار په لس ورځنۍ جګړه کې درنه مرګ ژوبله لېدلې او پخوانی زور او طاقت‌یې له لاسه ورکړی دی.

د کندز والي اسدالله عمرخېل
د کندز والي اسدالله عمرخېل

دی وايي:

"یو متل دی چې ړوند هر ځل خپله امسا نه‌ورکوي، بیا موږ غفلت نه‎کوو چې د کندز ښار د طالبانو لاس ته ورشي، زموږ غفلت دا و چې موږ د ښار څنډې پرېښودې او په ولسوالیو کې مو د طالبانو پر وړاندې تصفيوي عملیات پیل کړل چې په پایله کې طالبانو پر ښار برید وکړ."

د والي د خبرو پر بنسټ چې دوی اوس‌مهال د پراخو تصفیوي عملیات پر پلان کار کوي او ډېر ژر به د ښار شاوخوا سیمې او کلي له وسله‎والو طالبانو پاک شي.

نوموړي په دې اړه وویل:

"اوس‌مهال زموږ چاڼیز او د شپې عملیات د ښار په یو شمېر څنډو کې دوام لري، خو موږ پر لوی چاڼیر عملیات کار کوو."

بل‎خوا د کندز ولایتي شورا یو شمېر غړي بیا وايي چې تر اوسه د کندز سیمه‌ییزه اداره نه‎ده توانېدلې چې د ښار شاوخوا څنډې له وسله‎والو طالبانو تصفیه کړي او یا هم دفاعي کمربند جوړ کړي.

د کندز د ولایتي شورا یو تن غړي امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا یو تن غړي امرالدین ولي

د کندز د ولایتي شورا یو تن غړي امرالدین ولي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا خبرې هېڅ حقیقت نه‎لري تر اوسه پورې تصفیوي عملیات نه‎دي پیل شوي او عملیات خو پر ځای پرېږدئ، تر اوسه پورې یو دفاعي کمربند نه‎دی جوړ شوی چې د طالبانو د بیاځل بریدونو مخه ونیسي."

د یادولو وړ ده چې لا هم یو شمېر خلک له خپلو کورنیو سره د کندز ښار څخه د وتلو په حال کې دي، ځکه د کندز ښار به دوهم ځل سقوط کې ملکي خلکو ته هم مالي او هم ځاني زیانونه رسېدلي او اوس‌مهال د دې ښار اوسېدونکي د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي، ځکه لا هم دغه ښار د وسله‎والو طالبانو له جدي ګواښونو سره مخامخ دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG