د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

لانګ وار ژورنال: د افغانستان یوه شمالي ولایت ته د طالبانو خطر


لانګ وار ژورنال:

امريکايۍ انلاين خپرونې لانګ وار ژورنال (Long War Journal) خپلې يوې وروستۍ ليکنې ته دغه سرليک ورکړى: وسله‎والو طالبانو د افغانستان د يوه شمالي ولايت مرکز ته خطر پېښ کړى دى.

د ليکنې په پيل کې راغلي چې وسله‎والو طالبانو په افغانستان کې د يوه بل ولايت مرکز محاصره کړى او په وروستيو کې يې هڅه کړې چې په بشپړ ډول ورباندې ولکه ټينګه کړي.

د لانګ وار ژورنال په حواله، وسله‎والو طالبانو په ټوله کې د افغانستان د ٣٤ ولايتونو له جملې د شپږو ولايتونو مرکزونو ته خطر پېښ کړى دى.

د ليکنې په حواله طالبانو تېره يکشنبه له درېيو استقامتونو د فارياب ولايت پر مرکز ميمنه بريد وکړ، هوايي ډګر او د ملي اردو مرکز يې په نښه کړ، خو افغان قواوو يې د حملې مخنيوى وکړ.

خپرونه زياتوي، وسله‎وال طالبان د فارياب د ١٥ ولسواليو له جملې لږ تر لږه په اوو ولسواليو کې په مبارزه بوخت دي او يوه ولسوالي يې په واک کې ده.

لانګ وار ژورنال زياتوي، پر ميمنه ښار تر بريد يوه ورځ مخکې وسله‎والو طالبانو د ولسمشر د اول مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د موټرو کاروان ته چې غورماچ ولسوالۍ ته روان و- کمين نيولى و.

وسله‎والو طالبانو ادعا کړې چې د پنځو قوماندانانو په ګډون يې ٥٠ افغان سرتېري وژلي دي.

د ليکنې په دوام کې راغلي، وسله‎والو طالبانو د افغانستان د ٣٤ ولايتونو د مرکزونو له ډلې په شپږو مرکزونو پر افغان ځواکونو فشار زيات کړى دى.

د خپرونې په حواله، په شمال کې د بغلان د مرکز پلخمري او د کندز د مرکز په شاوخوا کې وسله‎وال طالبان حضور لري، دغه راز د فارياب د مرکز ميمنې، په جنوب کې د ارزګان د مرکز ترينکوټ، د هلمند د مرکز لښکرګاه او په لوېديځ کې د فراه د مرکز په مربوطاتو کې هم وسله‎وال فعال دي.

د امريکا دفاع وزارت:

د امريکا دفاع وزارت په خپله ويب‎پاڼه کې د افغانستان په باب يوه ليکنه خپره کړې او د افغان قواوو پر وروستيو لاسته راوړنو يې په کې تمرکز کړى دى.

په ليکنه کې يادونه شوې چې افغان دفاعي او امنيتي ځواکونه روان ميلادي کال د وسله‎والو طالبانو په وړاندې په جګړه کې لاسته راوړنې لري، خو بيا هم ځينې ستونزې پر ځاى پاتې دي.

له کابله د قاطع ملاتړ ماموريت يوه وياند بريد جنرال چارلس کليفلېنډ د ټليفوني کنفرانس له لارې د امريکا په دفاع وزارت کې چارواکو ته ويلي، افغان حکومت د افغانستان پر دوه پر درېيمه برخه نفوس کنټرول لري، د طالبانو نفوذ يوازې پر ١٠ فيصده نفوس شته.

د ده په خبره وسله‎والو طالبانو سږکال په پام کې لرل چې د ژمي تر را رسېدو مخکې د څو ولايتونو مرکزونه ونيسي، خو افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو د پلانونو په شنډولو کې بريالي وو.

د امريکا د دفاع وزارت د ويبپاڼې په ليکنه کې د قاطع ملاتړ د ماموريت د وياند کلېفلېنډ خبرې رااخيستل شوي دي.

ده ويلي اټکل کېږي چې په نېږدې راتلونکي کې د روان ميلادي کال تر پايته رسېدو مخکې وسله‎وال ځينې نور مهم بريدونه وکړي.

د ده په وينا په کندز کې روان پوځي عمليات ښه روان دي، خو د دغه ښار تصفيه کول وخت نيسي.

د کلېفلېنډ په خبره د هلمند د مرکز لښکرګاه د خوندي کولو لپاره افغان قواوو بريالۍ هڅې کړي او هلته اضافي ځواکونه هم ځاى پر ځاى شوي دي.

بريدجنرال کلېفلېنډ د فراه ښار يادونه هم کړې چې د ده په وينا اوس يې امنيتي وضعيت په ښه کېدو دى.

په ليکنه کې يادونه شوې چې افغان امنيتي ځواکونه په تهاجمي حالت کې دي او د تېر کال په پرتله يې اجراآتو ډېر پرمختګ کړى دى.

XS
SM
MD
LG