د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

اجرائیه رئیس د غور د امنیتي وضعیت د څېړلو په هدف فیروزکوه ته تللی


د افغان حکومت اجرائیه رئیس د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د غور ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف، فیروزکوه ته تللی.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، عبدالله عبدالله به د دغه سفر په لړ کې په غور کې امنیتي ستونزې له نېږدې وګوري او د هواري په هدف به‌یې لازم اقدامات وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی عبدالله به د دغه سفر په ترڅ کې دغه‌شان د غور ولایت له اقتصادي پروژو هم لیدنه وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

جاوید فیصل زیاته کړه:

"د سفر عمده هدف له امنیتي وضعیته له نېږدې څارنه، له اقتصادي پروژو څخه کتنه، د ولایت په کچه د حکومتوالۍ په برخه کې د اصلاحاتو راوستل دي، دغه‌شان ښاغلی عبدالله به له افغان سرتېرو سره چې په جبهه کې دي، له نېږدې ګوري، ستونزې به‌یې واوري او د حل لارو سپارښتنه به وکړي."

ښاغلی فیصل وايي چې له عبدالله عبدالله سره په دغه سفر کې د کورنیو چارو، پوهنې، کلیو او پراختیا او کرنې وزیران، د دفاع وزارت سرپرست، د ملي امنیت مرستیال او یو شمېر نور حکومتي چارواکي ملګري دي.

اجرائیه رئیس په داسې حال کې د لازمو اقداماتو په هدف غور ته سفر کوي چې تېره اوونۍ د دغه ولایت تېوره ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو ونیوله، خو د اوونۍ په وروستیو ورځو کې یاده ولسوالۍ افغان ځواکونو بېرته له طالبانو ونیوله.

خو د غور د ولایتي شورا یو شمېر غړي، یاد ولایت ته د لوړپوړو حکومتي مشرانو سفرونه نمایشي او تفرېحي ګڼي.

د دغې شورا غړي عبدالحمید ناطقي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، له دې وړاندې ولسمشر هم غور ته سفر درلود، هغه غوښتنې چې ولس درلودې، تر اوسه نه‌دي حل شوي، نو د ښاغلي عبدالله سفر هم بې‌ګټې دی.

ښاغلي ناطقي وویل:

"دغه سفر به لاسته راوړنې ونه‌لري، دا سفرونه د خلکو غوښتنې نه‌شي پوره کولای، تر ډېره نمایشي او تفرېحي وي، د خلکو او حکومت لپاره لاسته راړونې نه‌لري."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني بیا تېره اوونۍ د هلمند د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره نوموړي ولایت ته سفر کړی و.

په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وسله‌والو فعالیتونه تېز شوي دي.

ښاغلی ناطقي له مرکزي حکومته غواړي چې د غور امنیتي وضعیت ته ځانګړی پام واړوي او په دغه ولایت کې فعالې وسله‌والې ډلې ښې وځپي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG