د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

قاطع ملاتړ مأموریت: ۱۳۹۶ کال کې زموږ اساسي هدف داعش ته ماته ورکول دی


په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت وایي، که داعش د نړۍ له نورو سیمو څخه افغانستان ته راشي یا به ووژل شي او یا به ژوندی ونیول شي.

د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند ویلیم سلاوین د پنجشنبې په ورځ یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې ۱۳۹۶ کال کې د دوی اساسي هدف افغانستان کې د داعش له‌منځه وړل دي څو دغه هېواد د ترورېستانو لپاره په یوه پټن‎ځای بدل نه‎شي.

د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند ویلیم سلاوین
د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند ویلیم سلاوین

نوموړی وايي:

"په ۲۰۱۷ کال کې زموږ هدف افغانستان کې د داعش ماتول دي، دغه ترورېستي ډله چې د نړۍ په نورو سیمو کې ماتې خوري باید فکر ونه‎کړي چې افغانستان‌يې وروستی پټن‎ځای دی، زما پیغام د داعش وسله‎والې ډلې ته دا دی چې که افغانستان ته راغلئ وژل کېږئ او یا هم ژوندي نیول کېږئ."

یو شمېر راپورونه وایي چې عراق او سوریه کې داعش له فشارونو وروسته کوښښ کوي افغانستان او نېږدي سیمو کې ځانونه ځای پر ځای کړي.

د افغانستان د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند وايي، په حمل میاشت کې يې په ننګرهار کې د داعش په پټن‎ځایونو ۷۹ هوايي بریدونه کړي چې له امله‌يې د دغې ډلې نېږدې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

د ښاغلي سلاوین په خبره په تېر کال کې داعش تر خپلې ولکې لاندې دوه پر درېیمه برخه سیمې له لاسه ورکړي او په دغې ډلې پورې اړوندو کسانو کې هم ۵۰ په سلو کې کموالی راغلی.

د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند که څه هم ۱۳۹۶ لمریز کال له ننګونو ډک یاد کړ خو زیاته‌یې کړه چې دوی به له افغان امنیتي ځواکونو سره د پوځي زده‎کړو، مشورو او د ناټو مرستو لړۍ جاري وساتي څو دوی وکړای شي په افغانستان کې امن راولي.

دغه څرګندونې په داسي حال کې کېږي چې اوس‌مهال د داعش وسله‎وال په ننګرهار، هلمند، سرپل او کونړ ولایتونو کې فعالیتونه لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري چې په دغې خبري ناسته کې ګډون درلود ټینګار وکړ چې افغان امنیتي ځواکونو د هغو عملیاتو په لړ کې چې په روانه حمل میاشت کې یې ترسره کړي، ښې لاسته راوړنې درلودې.

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې د حمل میاشتې له پیله تر اوسه ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې داعش وسله‎والې ډلې ته ډېر تلفات اوښتي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

نوموړی وايي:

"موږ ننګرهار ولایت کې د روان کال د حمل په میاشت کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې، افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار په اچین او کوټ ولسوالیو کې د داعش ډېرې وسله‎والې ډلې له‎منځه وړي، د دې تر څنګ‌یې، د دوی د روزنې مرکزونه او پټن‎ځایونه له‎منځه وړي، د هلمند په نادعلي او مارجه ولسوالیو کې هم د وسله‎والو په وړاندې زموږ عملیات ډېر ښه روان دي."

ښاغلی وزیري وایي چې د روان کال په حمل میاشت کې دوی د عملیاتو په ترڅ کې د داعش د دوو قوماندانانو په ګډون د دې ډلې لسګونه کسان وژلي.

د دفاع وزارت د ویاند په خبره اوس‌مهال د افغان امنیتي ځواکونو عملیات په هلمند، کندهار، فراه، کاپیسا، هرات، بادغیس، زابل او فاریاب ولایتونو کې په بریالیتوب سره روان دي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG