د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

د لوی کندهار ځوانانو شورا: حکومت باید د امریکا له ستراتیژۍ نه پوره ګټه واخلي


د لوی کندهار ځوانانو شورا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتیژي مهمه او هر اړخیزه وبلله او ټینګار یې وکړ چې له رامنځته شوي فرصت څخه افغانستان باید پوره ګټه واخلي.

د دغې شورا رئیس جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ د لوی کندهار د ځوانانو شورا په پرانیست غونډه کې د امریکا نوې ستراتیژۍ ته په اشاره وویل:

جاوید فیصل
جاوید فیصل

"د لوی کندهار د ځوانانو شورا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ ملاتړ کوي، ځکه دا د نړۍ د یو ستر ځواک امریکا د یو ستراتيژک شریک په توګه په سیمه او نړۍ کې افغانستان ته سیاسي او حقوقي وزن ورکوي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګست پر۲۱ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ اعلان کړه او په هغه کې یې د افغان امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ د دوام او د وسله والو مخالفینو د ماتي ژمنه وکړه.

د افغانستان په اړه د ډونالد ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:41 0:00

ډونالد ترمپ له پاکستان غوښتي چې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي او د لوی کندهار د ځوانانو شورا د غونډې وینا وال حمیدزي لالي وویل هر هغه څوک چې د دغې ستراتیژۍ خلاف دي هغوی د بهرنیانو ایجنټان دي.

حمیدزی لالی
حمیدزی لالی

نوموړي زیاته کړه:

"هغه څوک چې د دغې ستراتیژۍ خلاف وي، هغه به ایران، پاکستان او یا به د روسانو ایجنټان وي."

د همدې غونډې بل ګډونوال او د ولسمشر سلاکار داوود ګلزار وویل د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ له اعلان نه وروسته په پاکستان کې د وسله الو طالبانو لپاره ځای نشته.

ښاغلي ګلزار پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې لاره خپله کړي او له جګړې لاس واخلي.

نوموړي زیاته کړه:

"بیا هم په خپلو افغان طالبانو باندې غږ کوو چې د سولې لار خپله کړي سولې ته ترجح ورکړي له دې څخه دې نه مطمئن کېږي چې اوس به هم دوی په پاکستان کې خوندي وي."

څه موده وړاندې په کندهار کې د یوې غونډې په ترڅ کې ولسونو هم د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا له ستراتیژۍ څخه هرکلی کړی و.

د لوی کندهار د ځوانانو شورا چې د زابل، کندهار، هلمند، ارزګان او نیمروز ځوانان په کې را ټول شوي د جاوید فیصل په مشري یې د پنجشنبې په ورځ د خپل موجودیت اعلان وکړ.

جاوید فیصل په پرانیست غونډه کې وویل د دغې شورا هدف د لوی کندهار د ځوانانو تنظیم، کاري زمینې، د ښوونې لپاره ورته لازمې اسانیتاوې برابرول، مطالعې او پرمختګ ته د ځوانانو هڅول دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG