د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

عبدالله: د امریکا د نوې ستراتیژۍ بریالتیوب د افغانانو پر یووالي تړلې


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو نوې ستراتیژي بېلابېل اړخونه لري چې د افغانستان په وضعیت باندې اغېز لرونکې ده.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا تر پیل دمخه رسنیو ته خبرې کولې وویل چې دغه ستراتېزي ایجابوي چې افغان سیاسي مشران په دې اړه زیات بحثونه وکړي او اغیز لرونکي ټکی یې ولس ته روښانه شي.

ښاغلي عبدالله دغه شان وویل، د یادې ستراتیژي بریالتیوب د افغانانو په هڅو پورې اړه لري.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

دی وايي:

"د دغي پالیسۍ او یا د هرې بلې پالیسۍ او ستراتیژۍ بریالتیوب د افغانستان د خلکو په هڅو پورې اړه لري، که موږ د ملي منافع په پام کې نیولو سره د خپلو خلکو په منځ کې یووالی وساتو لکه اوس چې موجود دی، هغه وخت هغه هڅې چې امنیتي ځواکونه یې کوي او هغه ملاتړ چې د نړیوالې ټولنې له‎خوا کېږي، لا ډېر ګټور تمامیږي."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګسټ پر۲۱مه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي اعلان کړه او په دغه ستراتېژۍ کې یې افغان امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ د دوام او د وسله والو مخالفینو د ماتولو ژمنه وکړه.

د امریکا ولسمشر په دغه ستراتېژۍ کې له پاکستان غوښتي چې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو نوې ستراتیژي د افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او په ټوله کې د افغان حکومت او ګڼ شمېر عامو خلکو له تود هرکلي سره مخ شوه.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، امریکا باید د دغې ستراتیژۍ په پلي کېدو کې رښتینې اووسي او لکه څنګه یې چې اعلان کړی د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو خپل فشارونه زیات کړي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ هیله لرو چې دوی له افغانستان او افغان ولس سره صادقانه همکاري ولري، د دې تر څنګ باید په هغه هېوادونو نور اقتصادي او امنیتي فشارونه هم زیات کړي کوم چې د تروریستانو ځالې په کې دي."

ښاغلي صدیقي وايي، افغانانو تل په مهمو او اساسي مسایلو کې خپل یووالی ساتلی او چاته به اجازه نه ورکوي چې د دوی ترمنځ ا ختلافونه رامنځ ته کړي.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم د امریکا د نوې ستراتېژۍ هرکلی کوي وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتېژي دا د واقعیتونو پر بنسټ جوړه شوې ده.

د چارو کارپوه او د پوهنتون استاد ودیر صافی وايي، په یاده ستراتېژۍ کې پاکستان پېژندنه ډېره ښه شوې چې دا یې مهم ټکی کېدلای شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG