د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۸

یو شمېر مدني بنسټونه: د ملي وحدت حکومت له فساد سره سیاسي چلند کوي


یو شمېر مدني بنسټونه وايي، د ملي وحدت حکومت له فساد سره په مبارزه کې ځکه ناکام دی چې په وړاندې یې سیاسي چلند کوي.

دوی وايي، د ملي وحدت حکومت له فساد سره د جدي مبارزې لپاره ټینګه اراده نه‎لري او له همدې امله دغه مبارزه ټکنۍ ده.

د دغو ټولنو په استازیتوب د سولې او ډیموکراسي لپاره د موسسې غړي خان زمان مدبر د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ملي وحدت حکومت د فساد پر ضد په مبارزه کې ناکام دی.

مدبر: د ملي وحدت حکومت د فساد پر ضد په مبارزه کې ناکام دی
مدبر: د ملي وحدت حکومت د فساد پر ضد په مبارزه کې ناکام دی

دی وايي:

"د ملي وحدت حکومت د فساد پر ضد مبارزه کې او په دې برخه کې په ملي او نړیواله کچه کړیو ژمنو کې مطلق ناکام دی، د ملي وحدت حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته فساد متمرکز شوی، ځینې ځانګړي بنسټونه دي چې فساد ترسره کوي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د وزیرانو شورا په غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزې په ملي ستراتیژۍ بحث وشو او ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ وروستۍ شي.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي، په دغه ستراتیژۍ کې د دوی وړاندیزونو ته پام نه‎دی شوی.

د دغه بنسټ غړی ناصر تیموري وايي، حکومت دې په جوړېدونکې ستراتیژي کې د فساد پر ضد د مبارزې خپلواک کمېسیون رامنځ ته کړي او د فساد پر ضد جوړې شوې ټولې موازي ادارې دې له منځه یوسي.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست له فساد سره د سیاسي چلند موضوع ردوي وايي چې حکومت په دې برخه کې جدي هڅې پیل کړي دي.

د ولسمشر د ویندوې د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په کابل کې خبریالانو ته وویل، د اداري فساد سره د مبارزې په ملي سټراټیژۍ لا هم کار روان دی او د شفافیت د څار د بنسټ په ګډون مدني ټولنې کولای شي خپل وړاندیزونه له حکومت سره شریک کړي.

په ورته وخت کې له فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي، حکومت توانېدلی چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې ښې لاس ته راوړنې ولري، خو د دغې ادارې د مسؤلینو په وینا دغه مبارزه اوږدمهالې ده.

د دغې ادراي رئیس سید حسین فخري ازادي راډیو ته وویل:

"له فساد سره مبارزه اوږدمهالې ده، په ځانګړي توګه په اوس وخت کې چې جګړه ده، ناامني ده او د زور واکو خبره ده، ولې کله له انصافه تېر نه‎شو په دا دوو وروستیو کلونو کې د ملي وحدت حکومت توانېدلی چې د فساد پر وړاندې ګټور او جدي ګامونه واخلي. "

د مدني بنسټونو په اعلامیه کې سپارښتنه شوې چې حکومت دې د فساد پر وړاندې مبارزه چټکه او جدي کړي او مفسدین دې د قانون منګلو ته وسپاري.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت د خپل کار په پیل کې ژمنه کړې وه چې په دغه هېواد کې به د فساد د له‎منځه وړلو په برخه کې جدي مبارزه کوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG