د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

د سواد زده کړې معينیت: حکومت د سواد کچې لوړولو ته جدي اراده نه‌لري


د افغانستان د سواد زده کړې معینیت وايي، حکومت د سواد د کچې د لوړېدو لپاره اراده نه لري او ډېرې پیسې په خیالي پروګرامونو لګول شوي دي.

د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معین پر مرستندویه بنسټونو او حکومت غږ کوي چې د هغو ستونزو د لمنځه وړلو لپاره اقدامات وکړي کوم چې له امله یې خلک په دغه هېواد کې د سواد له زده کړې محروم پاتې دي.

د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معین محمد سردار رحیمي د پنجشنې په ورځ د لیک لوست د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په کابل کې وویل، که پیسې د خیالي پروګرامونو پرځای د سواد زده کړې د پروګرامونو پر لوړېدو مصرف شي، تر ډېره به په دې برخه کې ستونزې هوارې شوې وي.

د ښاغلي رحیمي په خبره د تعلیمي نصاب نه موجودیت، د معارف په پروګرامونو کې د سواد زده کړې ته لومړیتوب نه ورکول او د تعلیمي نصاب نه معاري توب د سواد زده کړې په وړاندې جدي ستونزې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د څلورو لسیزو جګړو له کبله د ۱۰ میلیونه بې سوادانو د موجودیت سربېره هر کال ۲۰۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې کېږي، موږ د پوهنې په وزارت کې د بودجې ستونزه لرو هغو مرکزونو او پروګرامو ته چې د پیسو د مصرف اړتیا یي لري پیسې نه ورکول کېږي ځکه چې یو مافیايي بانډ جوړ شوی، دغه بانډ تر دې دمه خیالي پروګرامونو ته تر دوه سوه میلیونه ډالرو زیاتې پیسې ورکړي دي."

بېوزلي، تاوتریخوالی، نا امني او اداري فساد هغه ستونزې دي چې د سواد زده کړې د معینیت په خبره له امله یې خلک په دغه هېواد کې د سواد له زده کړې محروم پاتې دي او د دغه ستونزو د حل لپاره د حکومت اراده حتمي ده.

د سواد زده کړې معینیت موندنې ښي چې دا مهال په هېواد کې لس میلیونه وګړي د لیک لوست له نعمت بې برخې دي چې ډېرې یې ښځې دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د افغانستان لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني هم د لیک لوست د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، په هېواد کې د بې سوادۍ کچه د اندېښنې وړ ده او د منلو وړ نه ده.

په ورته وخت کې د لیک لوست په مناسبت د تېرې ورځې جوړې شوې غونډې ته، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وویل چې د افغانستان ۶۵ سلنه وګړي بې سواده دي او په ځینو سیمو کې د نا امنۍ له کبله ښوونځي هم تړل شوي دي.

د دې معینیت د چاواکو په خبره د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي چې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله د لیک لوست کچه باید ۶۱ سلنو ته پورته شي.

خو د سواد زده کړې معین وايي چې د بودجې د نه موجودیت او د دغه معینیت پر وړاندې شته ستونزو ته په کتو دوی نه شي کولای دغه هدف ته ځان ورسوي.

خو ایا په رښتیا هم د پوهنې وزارت بودجه په خیالي پروګرامونو کې مصرف شوې او د پوهنې وزارت د سواد د کچې د لوړېدو لپاره څه پروګرامونه لري، که څنګه؟

د دغه وزارت د نشراتو مسؤل کبیر حقمل دغه پوښتنې داسې ځوابوي:

کبیر حقمل
کبیر حقمل

"د وزارت پروګرامونه د یوه مشخص پلان له مخې طرح کېږي، د پلان له مخې بودجه ورکول کېږي او اولویت بندي یې کېږي چې بیا وروسته عملي کېږي، ځینې پروژو ته ځکه پیسې نه وي چې موږ ته هم هغه بودجه چې ضرورت ورته لرو نه راکول کېږي."

د سواد زده کړې معینیت له افغان او نړیوال بنسټونو غواړي چې د سواد زده کړې پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړي.

دغه معینیت دغه شان له خصوصي سکټور څخه هم غواړي چې د سواد زده کړې په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG