له فساد سره د مبارزې عالي اداره، له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتېژۍ په اړه وايي چې یوازې د طرحو ترتیب او تدوین د حل لاره نهده.
په داسې حال کې چې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتېژي وروستۍ کېږي، خو له فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي چې یوازې د ستراتېژيو تدوین د حل لاره نهده او باید په عملي کېدو یې زیات تمرکز وشي.
د دغې ادارې رئیس سید حسین فخري د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دغې ستراتېژۍ د هرکلي تر څنګ وویل چې د طرحې د ګټې او نتایجو په اړهیې قضاوت نهشي کولای.
ښاغلي فخري وویل:
"یوازې د ستراتېژۍ طرحه او تدوین له اداري فساد سره بشپړه مبارزه نهشي کولای، له دې پدیدې سره مبارزه په ځانګړې توګه، په افغانستان کې ورسره مبارزه چې جګړه هم پهکې روانه ده او لوی سیاسي مصالح هم موجود دي، نو یوازې د ستراتېژیو طرحه او تدوین ستونزه نهشي حل کولای."
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د ولسمشر په مشرۍ د وزیرانو عالي شورا د قانون د حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې په فوقالعاده غونډه کې، له اداري فساد سره د مبارزې پر ملي ستراتېژۍ بحث وشو.
ټاکل شوې چې دغه ستراتېژي د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش تر مشرۍ لاندې کمېټه کې نهايي شي.
په دغې ستراتېژۍ کې پنځه لومړیتوبونه لکه سالمه رهبري، د دولت په رهبرۍ کې جدي اراده، په امنیتي سکټور کې اصلاحات، په ګمارنه کې شفافیت، د اداري فساد په برخه کې د تورنو عدلي تعقیب او درست مالي مدیریت په پام کې نیول شوي دي.
د ولسمشر دوهم مرستیال په دغې غونډه کې وویل چې اته وزارتونه چې زیات عواید او لګښتونه لري، له فساد سره په مبارزه کې په لومړیتوب کې دي.
د سرور دانش په وینا، په دغې طرحه کې د موجوده وضعیت تحلیل، د ستونزو او خنډونو بررسي، د حکومت او نړیوالې ټولنې څو اړخیز مسؤلیت او هغه اقدامات چې ټاکل شوي ترسره شي، مشخص شوي دي.
که څه هم تر دې وړاندې له فساد سره د مبارزې په برخه کې اسناد موجود وو، خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې باید په هغوی کې تغییرات راشي او اوسنۍ طرحه به له نورو هغو جامع او ټولهییز سند وي.
د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د دغې ستراتېژۍ د پلي کېدو لپاره جدي اراده لري.
ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:
"په لومړي سر کې باید موانع او ستونزې وپېژندل شي او ستراتېژي ترتیب شي، وروسته بیا کاري پلانونه جوړ او د تطبیق لپارهیې اقدام وشي چې تر ډېره په دغې ستراتېژۍ کې، د تطبیق په پلان تمرکز وشي چې حکومت په دې برخه کې اراده لري."
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې ستراتېژۍ اصلي هدف د قانون د حاکمیت په تأمین کې بولي.
خو د چارو کارپوه قدرتالله ځواک په دې نظر دی چې تر هغې چې له لوړو ځایونو د اداري فساد جرړې ونهایستل شي او په فساد کې ښکېل لوی مجرمین محاکمه نهشي، نو له اداري فساد سره د مبارزې بحث به بریالیتوب ته ونهرسېږي.
راپور: رحمتالله افغان