د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

الکوزی: د سوداګرو د ګواښ سربېره دولت کې ځینې کړۍ له سوداګرو باج اخلي


اداري فساد، ناامنۍ او د پانګه‎والو اختطافونو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین اندیښمن کړي دي.

د دغه خونې مرستیال خان جان الکوزي د پنجشنې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د مافیايي ډلو له لوري د سوداګرو او پانګه‎والو د ګواښلو سربېره ان ځینې کړۍ چې په دولت کې دي له سوداګرو باج غواړي.

د ښاغلي الکوزي په خبره دا مهال ډېری پانګه‎والو خپلې پانګې دوبۍ، چین، ترکیې، روسیې او ځینو نورو هېوادونو ته لېږدولي دي.

د نوموړي په خبره که وضعیت همداسې دوام وکړي نو دا مسئله په افغانستان کې پانګونې ته لویه ضربه رسولای شي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

دی وايي:

"د ټولو نه مهمه خبره دا ده چې په نظام کې دننه سیمه‎ییز زورمندان او هغوی چې له قانونه ځانونه پورته ګڼي سوداګر د دوی له لوري مستقیماً ګواښل کېږي او ان له دوی څخه باج اخېستل کېږي."

د پانګونې په اړه د سوداګرۍ او صنایعو خونې تازه رپوټ ښيي چې په هرات، کندهار، ننګرهار، بلخ او کندز ولایتونو کې د تېر کال په پرتله د پانګه‎والو پر وړاندې د تهدید کچه لوړه شوې ده.

که څه هم خان جان الکوزی د هغو پانګه‎والو دقیق شمېر نه ښيي چې له هېواده وتلي دي خو وايي، نامعلوم وضعیت او ناامنۍ د پانګه‎والو پر روحیې بد اغیز پریښی دی.

دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملي یووالي حکومت تل افغان سوداګر او پانګه‎وال په خپل هېواد کې پانګونې ته هڅولي او د بهرنیانو پر پانګې اچونې هم ټینګار کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د سوداګرو او پانګه‎والو د امنیت خوندیتوب د پولیسو مسؤلیت دی او په دې برخه لازم اقدمات شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش په دې اړه وايي:

"په ټولو ولایتونو کې پولیسو ته دنده سپارل شوې چې که سوداګر سفرونه کوي او یا هم اقتصادي پروژې ولري دوی باید د امنیت په ټینګښت کې ورسره مرسته وکړي او اوس هم که کومه جدي ستونزه ولري او هیله یې دا وي چې پولیس ورسره هکاري وکړي موږ یې په خدمت کې یو."

اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان بیا د افغانستان د اقتصادي ودې او ځان بسیاینې لپاره په افغانستان کې پانګونه مهمه بولي او وايي چې حکومت باید د پانګه‎والو امنیت خوندي کړي.

له ډلې یې امین فرهنګ وايي، که حکومت دې موضوع ته جدي پام ونه‎کړي نو افغانستان په د پانګونې په برخه کې له رکود سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG