د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

اداري فساد سره د مبارزې په اړه د ولسمشر غني دستور غبرګونونه پارولي


د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره د ولسمشر د نوي دستور په اړه وايي چې دا پریکړه کولای شي په ځينو مواردو کې د سترو مفسدینو پر وړاندې مبارزې ته زیان ورسوي.

ولسمشرمحمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ دستور ورکړی چې له دې وروسته دې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې بنسټونه د لويې څارنوالۍ د معاونیت تر ادارې لاندې کار وکړي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې رئیس سید حسین فخري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا پریکړه په یو نه یو ډول د فساد ضد ادارې تر اغېز لاندې راولي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې رئیس سید حسین فخري
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې رئیس سید حسین فخري

دی وايي:

"د ځينو سترو مفسدینو په اړه پریکړې چې په سیاسي ډلو ټپلو پورې اړه لري تر یوې کچې زیان ویني او تر څنګ یې د دې بنسټونو په بې پریتوب هم اغېز کوي، زموږ هڅه دا ده چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اداره یو خپلواک بنسټ وي."

ولسمشر محمد اشرف غني د قانون د حاکمیت او د فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي شورا په غونډه کې دستور ورکړ چې د لويې څارنوالۍ په چوکاټ کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې معاونیت رامنځته او ټولې چارې له دې لارې مخې ته یوړل شي.

ښاغلي غني ویلي چې موازي ادارې د اصلي ادارو کارونه مخته نه شي بیولای او باید هم له منځه یوړل شي.

له دې نهه میاشتې وړاندې د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ له افغان حکومته غوښتي و چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې موازي بنسټونه له منځه یوسي.

د راپورنو له مخې په دغه برخه کې ۱۷ ادارې کار کوي، خو د رونټیا د څار د بنسټ په خبره خپلواکې نه‎دي او په کارونو کې یې سیاسي لاسوهنې د دې لامل شوي چې د فساد ځینې لویې دوسیې تړلې پاتې شي.

بل‎خوا د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د افغاني شبکې رئیس خان زمان امرخېل ازادي راډیو ته وویل، که څه هم له دې وړاندې د فساد پر وړاندې د مبارزې بنسټونه خپلواک و، خو چندان مؤثریت یې نه درلود.

ښاغلی امرخېل وايي، د فساد پر ضد مبارزه چې د هرې ادارې له خوا پر مخ وړل کېږي، یو سیسټم او پياوړې ارادې ته اړتیا لري.

دی وايي:

"که دغه بنسټونه د لویې څارنوالۍ د معنیت تر څار لاندې راشي او بیا هم داسې عمل وکړي چې د خپلواکو ادارو په وخت کې یې کاوو، مؤثریت به یې کم وي، فکر کوم د فساد پر ضد مبارزه یو پياوړي سیسټم او ځانګړې ارادې ته اړتیا لري."

افغان حکومت شاه خوا یو نیم کال وړاندې د فساد د مخنیوي په هدف د لويې څارنوالي تر نظر لاندې د فساد د لویو جرمونو پر وړاند د مبارزې مرکز رامنځ ته کړ، په دې برخه کې له په هڅو سره وتوانېد چې د شفافیت د څار د نړیوال سازمان په راپور کې د نړۍ له درېیم درجې فاسد هېواد څخه اتم ته راښکته شي.

د فساد له منځه وړل د ملي وحدت حکومت له مهمو ژمنو څخه وه چې د کار په پيل کې یې د مرستو په بدل کې له نړیوالې ټولنې سره کړې وه، خو فساد اوس هم په افغانستان کې له عمده ستونزو څخه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG