د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

کورنیو چارو وزارت: په جدي اصلاحاتو سره به د بودجې د بندېدو مخه ونیسو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول توان سره به د پولیسو په لیکو کې د فساد د لمنځه وړلو او د اصلاحاتو لپاره اقدامات وکړي.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې خبره به هغه ځای ته ونه رسېږي چې د فساد او نه اصلاحاتو له کبله دې پر دې وزارت بودجه بنده شي.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"ان شاءالله هغه برنامې چې موږ او د وزارت نوې رهبري یې لري په عملي کېدو به یې خبره هغه ځای ته ونه رسېږي او موږ به ډېر ژر هغه پلانونه او برنامې چې په مخکې یې لرو له پلي کېدو به یې تاسو او ولس ته معلومات درکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي نوماند ویس احمد برمک د معرفي کېدو په غونډه کې وویل، که د کورنیو چارو په وزارت کې اصلاحات رانشي بودجه نه ورکوي.

غني: خپله د فساد ضد مبارزې د ادارو ډېرېدو فساد ته لاره هواره کړې

ایا امنیتي لیکو کې فساد د سولې په وړاندې خنډ دی؟

ښاغلي غني همدا راز وویل چې د پولیسو په چارو کې د سیاسیونو غیرې قانوني مداخلې هم د منلو نه دي.

تر دې وړاندې هم ولسمشر غني د کابل پروسې په ناسته کې په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه بللی و.

مراد: په کورنیو چارو وزارت کې د اداري فساد له منځه وړل ډېر کار ته اړتیا لري

اخوا د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د فساد پر وړاندې د ګډې مبارزې په کنفراس کې دا منلې وه چې د ملي یووالي حکومت په امنیتي بنسټونو کې د فساد په مخنیوي کې پاتی راغلی.

په ورته وخت کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د قوماندانۍ د ارکان مرستیال جنرال ریچارډ قیصر هم څه موده وړاندې اندېښنه ښوولې وه چې په کورنیو چارو وزارت کې اداري فساد، تدارکاتي ناکامۍ او کمزوري مدیریت د دغه وزارت چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي، د ولسمشر په ګډون یو شمېر سیاسي مشران د کورنیو چارو وزارت په کارونو کې لاسوهنې کوي.

د ولسي جرګې غړی عبدالروف انعامي وايي، که ولسمشر د فساد له کبله د کورنیو چارو پر وزارت بودجه بندوي تر ټولو ډېر مسؤلیت یې ده ته ورګرځي.

عبدالروف انعامي
عبدالروف انعامي

نوموړي زیاته کړه:

"ډېری وخت د دې پرځای چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه معلومه وي او پریکړې وکړي د جمهوري ریاست له لورې مداخلې، سلا مشورې او همدا راز متعددې جلسې د دې لامل کېږي چې عمل کولو ته فرصت پیدا نه شي او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د پریکړو صلاحیت ونه لري."

د ښاغلي انعامي په خبره په افغانستان کې کړکېچن امنیتي حالت ته په کتو لازمه ده چې سکټوري وزارتونو ته د مهمو پریکړو واک ورکړل شي او په چارو کې یې بېځایه مداخلې ونشي.

نوموړی وايي، د کورنیو چارو په وزارت کې د فساد لمنځه وړل او د اصلاحاتو راوستل ځکه مهم دي چې دغه مسئله مستقیماً د هېواد پر امنیتي وضعیت اغیز کولای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG