د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

افضلي: حکومت دې د سیاسي ملاتړ لرونکو مفسدینو پر ضد هم ګامونه واخلي


د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ وايي، که څه هم افغان حکومت په تېرو څو میاشتو کې د فساد پرضد په مبارزه کې پرمختګونه کړي، خو بسنه نه کوي.

د دغه بنسټ مشر سید اکرام افضلي د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې په تېرو څو میاشتو کې د فساد پرضد د حکومت هڅې وستایلې خو و یې ویل چې حکومت دې د هغه مفسدینو پرضد ګامونه واخلي چې په لوړه کچه له سیاسي ملاتړه برخمن دي.

سید اکرام افضلي
سید اکرام افضلي

نوموړي زیاته کړه:

"د افغان حکومت هغه کړنې چې په تېرو څو میاشتو کې د فساد پرضد ترسره کړې په رښتیا هم پرمختګونه دي، خو څه ډول چې لازمه ده له فساد سره په پراخه کچه او غیر سیاسي ډول مبارزه وشي هغسې نه ده شوې، موږ تمه لرو چې افغان حکومت هغه مفسدین چې سیاسي ملاتړ هم لري د قانون تر ولکې لاندې راولي."

دا په داسې حال کې ده چې د فساد د لویو جرمونو پرضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د سې شنبې په ورځ د «داوي ګروپ» رئیس عبدالفغار داوي او د هغه مرستیال محمد اصغر غیاثي د غدر او تزویر په تور هر یو په ۹ کاله او ۹ میاشتې تنفیذي بند محکوم کړل.

همداشان یې د ترانسپورټ وزارت دوه پخواني مرستیالان له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستو په جرم یو يې په پنځو کلو او بل يې په شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړل.

یاد مرکز روانه اوونۍ هم د پلچرخي زندان پخوانی رئیس سردار محمد ځاځی او ۴ همکاران یې په ۳ کاله بند محکوم کړي و د دې ترڅنګ يې د هلمند ولایت امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ او د دفاع وزارت دوه جنرالان او درې ډګروالانو ته هم، له دندو څخه د ناوړه ګټې اخېستنې له امله، د بند سزا اورولې ده.

بل خوا د افغانستان د ولسي جرګې د فساد پرضد د مبارزې کمېسیون غړي وايي چې عدليي او قضايي ادارې باید په خپلواکه توګه د قانون د پلي کېدو ترڅنګ په فساد کې ښکېل پخواني وزیران هم محکمه کړي.

د دغه کمېسیون غړي چمن شاه اعتمادي ازادي راډیو ته وویل حکومت باید د محکمو صلاحیت او خپلواکۍ ته درناوی ولري.

نوموړي زیاته کړه:

"افغان حکومت باید لومړی د قضاییه قوې صلاحیت او استقلال چې عدليي او قضاییه بخش یې لري هغه په نظر کې ونیسي."

د فساد د لویو جرمونو پرضد د مبارزې عدليي او قضايي مرکز چارواکي وايي چې د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د فساد شااو خوا سل دوسیې چې پنځوس یې ملکي او پنځوس یې نظامي دي په دغه مرکز کې تر څېړنې لاندې دي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ وايي، حکومت دې له ژمنې سره سم د فساد پرضد د مبارزې لپاره خپلواک کمېسیون رامنځته کړي، څو وکولای شي چې د سیاسي ملاتړ په ګډون له هر ډول مفسدینو سره مبارزه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په افغانستان کې اروپايي ټولنې دفتر ټینګار کړی چې افغان حکومت باید په قضايي ادارو کې د فساد د مخنیوي لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG