د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۴

سنډرز: ټرمپ د شمالي کوریا پر وړاندې په راتلونکو ګامونو غور کوي


د شمالي کوریا د وروستیو اټمي ازموینو پر وړاندې امریکا وايي، له اټمي وسلو څخه د کوریا ټاپو وزمې د پاکولو او امنیت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د سپینې ماڼۍ ویانده سارا هاکبي سنډرز وايي، که څه هم له شمالي کوریا سره خبرې د امریکا د اقداماتو محور نه‎دی، خو ولسمشر ډونالد ټرمپ اوس هم د دې هېواد پر وړاندې د ډیپلوماتیکو او اقتصادي تدابیرو په شمول په راتلونکو ګامونو غور کوي.

د سنډرز په خبره د امریکا لپاره دا لومړیتوب لري چې د کوریا ټاپو وزمه امن او له اټمي وسلو پاکه وي.

د سپینې ماڼۍ ویانده سارا هاکبي سنډرز
د سپینې ماڼۍ ویانده سارا هاکبي سنډرز

خو نوموړې ټنیګار وکړ چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا پر وړاندې ټول انتخابونه په مخکې لري.

سپینې ماڼۍ څو ساعته وروسته تر هغې دا بیان ورکړ چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د کوریا له‎خوا د تازه اټمي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

انټونیو ګوترس وویل، د شمالي کوریا اټمي خطر د دې وخت تر ټولو ستر بحران دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي چې پرون‌يې په نیویارک کې خبریالانو ته څرګندونې کولې د شمالي کوریا له‎خوا د بالسټیک توغندیو او هایډروجن بم وروستي ازمیښتونه وغندل او پر دغه هېواد يې غږ وکړ چې خپلې نړیوالې ژمنې پر ځای کړي او د موجوده بحران په مخنیوي سلا شي.

شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ تر ځمکې لاندې هایډروجن بم تجربه کړ چې د پیونګ یانګ په وینا په لیرې واټن ویشتونکي توغندي کې لېږدول کېدای شي.

ویل کېږي چې د شمالي کوریا دا بم پنځوس کیلو ټنه و چې د امریکا تر هغې اټمي بم درې چنده لوی او زورور و چې په ۱۹۴۵ میلادي کال کې يې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان پر هیروشیما ښار غورځولی و.

که څه هم ملګرو ملتونو د امنیت شورا د شمالي کوریا د میزایلو او پر اټمي پروګرامونو بندیز لګولی دی، خو دې هېواد د لیرې واټن ویشتونکو بالسټیک توغندیو او اټمي بمونو ازمیښتونو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG