د شمالي کوریا له لوري د هایدروجني بم له ازموینې وروسته، د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا، بریتانیا، جاپان، جنوبي کوریا او یو شمېر نورو هېوادونو سفیرانو د تېرې شپې په غونډه کې د شمالي کوریا پر ضد د ملګرو ملتونو د جدي اقدام او همداراز پر دغه هېواد د بندیزونو د لګېدو غوښتنه وکړه.
خو د چین او روسیې استازو وویل، د شمالي کوریا پر ضد پوځي اقدام ګټه نهکوي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي وویل، باید د شمالي کوریا پر ضد تر ټولو سخت بندیزونه ولګول شي.
د مېرمن هیلي په وینا، د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د جګړې لپاره خواستونه کوي.
دې زیاته کړه، امریکا د تل لپاره له زغمه کار نهشي اخیستی.
اغلې هیلي وویل:
"جنګ هغه څه نهدی چې امریکا یې غواړي، موږ یې نهغواړو، خو زموږ زغم بېپایه نهدی، موږ به د خپلو متحدانو او خپلې خاورې دفاع وکړو."
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازي همداراز وویل، هغه هېوادونه چې له شمالي کوریا سره سوداګريزه راکړه ورکړه کوي، په حقیقت کې د دغه هېواد اټمي پروګرام تمویلوي.
شمالي کوریا د توغندیو له ازمیښته وروسته هایدروجني بم وازمایه او ګواښیې وکړ چې له امریکا سره پر ناضمیمه شوې مستعمرې «ګوام» به برید وکړي.
د شمالي کوریا دا پاروونکي اقدامات د لوېدیځو هېوادونو، په تېره بیا د امریکا له سخت عکسالعمل سره مخامخ شول.
تېره شپه د امنیت شورا په اضطراري غونډه کې د چین استازي لیوژي چې هېواد یې د شمالي کوریا کلیدي متحد دی، له ټولو خواوو وغوښتل چې له زغمه کار واخلي او په عین حال کې یې خبرداری ورکړ او زیاتهیې کړه:
"چین به هېڅکله په ټاپو وزمه کې ګډوډۍ او جګړې ته اجازه ورنهکړي، موږ هیله لرو چې ټولې خواوې موضوع جدي وګڼي او مسؤلانه چلند وکړي."
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبین زیا هم وویل، پهکار ده چې ټولې خواوې د دې مسئلې د حل په اړه، په هر اړخیز ډول فکر وکړي.
نوموړي وویل:
"پوځي اقدام د شمالي کوریا په ټاپو وزمه کې وېروونکي مسایل حل کولای نهشي."
له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې، ملګرو ملتونو تر اوسه پورې د شمالي کوریا پر ضد ۸ پرېکړهلیکونه تصویب کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وايي، هېواد یې د شمالي کوریا پر ضد د نوي پرېکړهلیک د تصویبېدو غوښتونکی دی او غوښتنه کوي چې په دې اړه دې راتلونکې دوشنبه رأیې واخیستل شي.