د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر جېمز مټېس پرون خبرداری ورکړ چې د شمالي کوریا ګواښونو ته به یو قوي پوځي ځواب ورکړي.
ښاغلي مټېس وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې شمالي کوریا ویلي، یو هايډروجني بميې په بريا سره ازمويلى چې په اوږده واټن ويشتونکي توغندي کې نصب کېدلاى شي.
دی وايي:
"باید واضحه کړو چې موږ دا توان لرو څو له هر ډول حملې نه د خپل ځان او له خپلو متحدینو جنوبي کوریا او جاپان څخه دفاع وکړو. د امریکا متحده ایالاتو او د ګوام په شمول د متحده ایالاتو ټولې خاورې او متحدینو ته هر ډول متوجې ګواښ به له یوه قوي پوځي ځواب سره مخ شي. داسې ځواب چې اغېزمن او پرېکنده وي."
ښاغلي مټېس پر شمالي کوریا دا غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړهلیک ته دې پام وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې متحده ایالات د شمالي کوریا په نوم د یوه هېواد د بشپړې ورکونې غوښتونکی نهدی، خو زیات انتخابونه لري.
ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا لهخوا د هایدروجني بم د استعمال تر اعلان وروسته د خپل ملي امنیت له سلاکار سره هم لیدلي دي.
شمالي کوريا وايي يو هايډروجني بميې په بريا سره ازمويلى چې په اوږده واټن ويشتونکي توغندي کې نصب کېدلاى شي.
دا ظاهراً تر ټولو قوي اټمي ازموينه ګڼل کېږي.
دا د شمالي کوريا شپږمه اټمي ازموينه ده چې د نړيوالې ټولنې او د هغې د تر ټولو نېږدې متحد چين او روسيې لهخوا غندل شوې ده.
د چین حکومت له پیونګ یانګ غوښتي چې خپلې ناسمې کړنې ودروي.
روسیې هم ویلي چې د شمالي کوریا دا کار به جدي عواقب ولري.
د شمالي کوريا دولتي اژانس پرون وويل، دا اټمي ازموينه يوه "مناسبه بريا" او د شمالي کوريا د اټمي وسلو د پروګرام د بشپړتيا په برخه کې يو مهم ګام و.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې پیونګ یانګ د اټمي ازموینو د مخنیوي لپاره پراخې نړیوالې هڅې له پامه غورځولې دي.
چین د شمالي کوریا له راکټي ازموینې سره خپل کلک مخالفت ښودلی او وروستۍ ازموینهیې غندلې ده.
ویل کېږي د دغه بم د استعمال په وخت ځینې لیرې، نېږدې سیمې لړزېدلي هم دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اټمي راکټونو ازموینه د سختې غندنې وړ ده.
روسیې له ښکېلو خواو غوښتي چې سمدستي خبرې پيل کړي.
راپور: صفيالله ستانکزی