د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

جاپان: شمالي کوریا اتمه اټمي ازموینه ترسره کړې


د شمالي کوریا او د امریکا د متحدو ایالتونو تر منځ د را پورته شوي کړکېچ په ترڅ کې، جاپان نن یکشنبه وویل چې شمالي کوریا بله اټمي آزموینه ترسره کړه.

په سیمه کې د هواپېژندنې او جیولوژۍ ادارو د یوې زلزلې د ثبتېدو خبر ورکړی و.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر تارو کونو خبریالانو ته وویل چې حکومت د هغو معلوماتو له څېړنې وروسته چې د هواپېژندنې د ادارې او له نورو لورو تر لاسه شوي، تاییدوي چې شمالي کوریا اټمي ازموینه ترسره کړې ده.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې مخکې ویلي وو چې اټمي ازموینه بیخي نشي منلی.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې
د جاپان صدراعظم شینزو ابې

شینزو ابې وایي:

"که شمالي کوریا اټمي ازموینې ته دوام ورکړي، دا بیخې د منلو نه ده او موږ به سخت اعتراض وکړو، موږ اوس د ملي امنیت شورا پیلوو چې معلومات راټول کړو او هغه وڅېړو."

زلزله پېژندونکو له مخکې په هغه ځای کې چې شمالي کوریا مخکنۍ اټمي ازموینې ترسره کړې وې، یوه زلزله ثبت کړې وه.

چین او د امریکا متحدو ایالتونو دغه زلزله یوه چاودنه بللې وه.

پیونګ یانګ د ملګروملتونو له پرېکړه لیکونو د سرغړونې په ترڅ کې اټمي ازموینې ترسره کړي چې د امریکا متحدوایالتونو او په نړۍ کې اکثرو نورو هېوادونو په کلکه غندلې دي.

د جنوبي کوریا پوځ وروسته له هغې چې د شمالي کوریا د اټمي ازموینې په ځای کې د یوې مصنوعي زلزلې کېدل تایید شول، له اټمي بحران سره د مبارزې ټیم فعال کړ.

د جنوبي کوریا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په سیول کې وویل چې د دې هېواد پوځ څارنه او تیاری پیاوړي کړي او له متحدو ایالتونو سره یو ځای د یوه احتمالي اقدام په کولو غور کوي.

په سیمه کې د زلزلې ټکانونه څو ساعته وروسته له هغې ثبت شول چې د شمالي کوریا دولتي رسنۍ په دې اعلان سره چې دې هېواد یو پرمختللی هایدروجن بم چې په قاره ویشتونکو توغندیو کې لېږدول کیدای شي، په بریالیتوب سره وازمایه.

دغه ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس «KCNA» وویل، دغه هایدروجن بم د دې هيواد تر ټولو پرمختللې اټمي وسله ده چې د تخریب قدرت یې ډيرزیات دی.

له دغه اعلان وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوژۍ سروې وویل چې د شمالي کوریا د سنجي بیګم څخه شااوخوا ۲۴ کیلومتره ليرې یې یوه زلزله د ریښتر۶،۳ په اندازه ثبت کړې ده.

د دې ادارې یوې جیولوژېستې جانا پورسلې فرانسپرس خبري اژانس ته وویل چې هغه زلزله نه، بلکې یوه چاودنه ده.

د جنوبي کوریا یانهوپ خبري اژانس هم د دې هېواد د هواپوهنې د ادارې له قوله ویلي چې دغه زلزله پونګیري سیمې ته نېږدې شوې او داسې ښکاري چې هغه طبعي نه، بلکې مصنوعي ده.

د چین او روسیې د جیولوژۍ او هواپېژندنې ادارو هم په همدې اندازه د زلزلې ټکانونه ثبت کړي.

چین بیا ویلي چې ګومان کوي هغه به چاودنه وه.

د یوې احتمالي اټمي ازموینې له نښو نښانو مخکې سپینې ماڼۍ او جاپاني چارواکو وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ او د جاپان صدراعظم شینزو ابې په ټیلېفون په سیمه کې د روان کړکېچ په اړه چې شمالي کوریا راپورته کړی، خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې، دواړو مشرانو په دې سلاکړې چې پر پیونګ یانګ د فشارونو د ډېرېدو تر څنګ دې ته اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو او جنوبي کوریا تر منځ له نېږدې همکاري وشي.

له دې مخکې متحدو ایالتونو او جنوبي کوریا د تېرې جمعې په ورځ په دې موافقه وکړه چې د سیول د فاعي ظرفیت باید لوړ شې او واشنګټن هم پر جنوبي کوریا چې دا هېواد وکولای شي د شمالي کوریا په وړاندې له ځانه دفاع وکړي، د میلیاردونو ډالرو د وسلو پلورل تایید کړل.

د روسيې ولسمشر ولادمیرپوتین په یوه مطلب کې چې په همدې ورځ خپور شوی، وویل چې د شمالي کوریا د اټمي او توغندیو د پروګرامونو پر سر راپورته شوی کړکېچ په یوه لوی کړکېچ د بدلېدو په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG