د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

شمالي کوریا: یو پرمختللی هایدروجن لرونکی بم یې په بریا سره ازمویلی


شمالي کوریا وایي، یو پرمختللی هایدروجن بم یې چې په لېرې واټن ویشتونکو توغندیو کې لېږدول کېدای شي، په بریالیتوب سره ازمویلی دی.

داسي ښکاري چې دغه اټمي ازموینه د شمالي کوریا تر ټولو قوي ازموینه وه.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ نن یکشنه اعلان وکړ چې پیونګ یانګ شپږمه اټمي ازموینه په بریالیتوب سره ترسره کړه او هغه د دې هېواد د اټمي وسلو د پروګرام د بشپړولو لپاره یو ارزښتناک ګام و.

تر اوسه دغه ازموینه چې هغه دې د هایدروجن بم چاودنه وي، په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې، خو د مخکنیو اټمي ازموینو په نسبت، هغه ډېره قوي وه او قدرت یې د امریکا هغه اټم بم ته ورته و چې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې یې پر جاپان وغورځاوه.

د جاپان حکومت وویل، وروسته له هغې چې زلزله پېژندونکو یې د شمالي کوریا په هغه سیمه کې چې مخکې یې اټمي ازموینې ترسره کړې وې، د یوې قوي زلزلې ټکانونه ثبت کړل، تاییدوي چې دغه منزوی هېواد اټمي ازموینه ترسره کړې ده.

پیونګ یانګ له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې اټمي ازموینو ته دوام ورکړی او د ملګروملتونو پرېکړه لیکونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

شمالي کوریا د ۲۰۱۶ کال په جنوري کې ادعا کړې وه چې هایدروجن بم یې په بریالیتوب ازمویلی دی، خو لوېدیځو ماهرانو پرې شک څرګند کړی و او هغه یې د اټمي عناصرو چاودنه بللې وه.

د پیونګ یانګ له دې ازموینې وروسته د جنوبي کوریا د ملي امنیت شورا د ولسمشر مون جي ان په مشرۍ غونډه وکړه.

د ملي امنیت د شورا مشر چونګ فو یونګ وویل، سیول به د پیونګ د لامنزوي کېدو لپاره د ملګروملتونو د نویو بندیزونو په ګډون، له ټولو امکاناتو کار واخلي.

هغه زیاته کړه، له متحدو ایالتونو سره د اتحاد په چوکاټ کې به پر دې خبرې وکړي چې د متحدو ایالتونو تر ټولو پیاوړي ستراتیژیک پوځي جزوتامونه د کوریا په ټاپووزمه کې ځای پرځای شي.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې
د جاپان صدراعظم شینزو ابې

د جاپان صدراعظم شینزو ابې دغه اټمي ازموینه بیخي د نه منلو وړ وبلله او ویې ویل:

"که شمالي کوریا اټمي ازموینې ته دوام ورکړي، دا بیخې د منلو نه ده او موږ به سخت اعتراض وکړو، موږ اوس د ملي امنیت شورا پیلوو چې معلومات راټول کړو او هغه وڅېړو."

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار اېچ ار مک ماستر د جاپان د ملي امنیت د شورا له مشر شوتارو تانیوچي سره په ټیليفون خبرې وکړې او یو ځل بیا یې ډاډ ورکړ چې متحده ایالات د اټمي حملې د مخنیوي په ګډون، له جاپانه دفاع ته په کلکه ژمن دی.

دا څرګندونې د جاپان حکومت په یوه بیان کې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت له شمالي کوریا غوښتي چې خپل غلط اعمال ودروي او د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو درناوی وکړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د شمالي کوریا د وروستي لمسوونکي اقدام په وړاندې د نړیوالې ټولنې د یوه پیاوړي ځواب غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې مشر ویلي چې د شمالي کوریا وروستۍ اټمي ازموینه ډېره خواشینوونکې ده او هغه کاملاً ښیي چې دا هېواد د نړیوالو پرله پسې غوښتنو هېڅ پام نه کوي.

XS
SM
MD
LG