د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

ټرمپ وایي، د اړتیا په صورت کې په اټمي وسلو د ځان دفاع کولای شي


ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، امریکا د اړتیا په صورت کې د خپلو اټمي وسلو په وسیله د ځان دفاع ته چمتو ده.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې شمالي کوریا وویل، یو هایدروجني بم‌یې په بریالیتوب سره ازمویلی دی.

ولسمشر ټرمپ وايي چې هیواد یې چمتو دی چې د ډیپلوماسۍ، متعارفو وسلو او اټمي ظرفیتونو په وسیله د خپل ځان او خپلو متحدانو دفاع وکړي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې پرون یکشنبه د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره په ټيليفوني خبرو کې وکړې.

ښاغلي ټرمپ له دې مخکې پر خپله ټویټر پاڼه په یوه بیان کې لیکلي وو چې د امریکا په وړاندې د پیونګ یانګ ویناوې او اقدامات خطرناک عواقب لرلای شي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس

د ټرمپ له څرګندونو مخکې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس ویلي وو چې متحده ایالات به ورپېښو ګواښونو ته د پراخو پوځي اقداماتو په وسیله ځواب ووايي.

مټېس په داسې حال کې چې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جوزف ډانفورد یې څنګ ته ولاړ و، وویل چې امریکا د هېڅ هېواد، په خاص ډول د شمالي کوریا محوه کول نه‌غواړي، خو ده زیاته کړه چې د دې کار لپاره د هر راز اقداماتو امکان شته.

شمالي کوریا د یکشبنې په ورځ خپله شپږمه اټمي ازموینه وکړه.

پیونګ یانګ ویلي چې یو هایدروجني بم‌یې د اوږد واټن ویشتونکي توغندي په سروکي کې ځای پر ځای کړ او په بریا سره‌یې وازمایه.

هایدروجني بم د هغو عادي اټمي بمونو په پرتله چې امریکا د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې پر جاپان وغورځاوه، زیات تخریب او ورانی کولای شي.

د جنوبي کوریا پوځ ویلي چې هوايي ځواک او پوځ د پیونګ یانګ د ازموینې په وړاندې د ځوابي اقدام په ترڅ کې، د اټمي توغندیو د مدافعې تمرینات وکړل.

د جنوبي کوریا لوی درستیز نن دوشنبه وویل چې د دې هېواد پوځ د شمالي کوریا پر پوځي تأسیساتو د نمایشي برید پوځي تمرینات وکړل او په دې ترڅ کې یې په ختیځ سمندرګي کې ټاکل شوي اټمي تأسیسات په نښه کړل.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا، جاپان، فرانسې، بریتانیا او جنوبي کوریا په غوښتنه نن یوه بېړنۍ غونډه پلان کړې ده.

د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست یوه ویاند ویلي چې د امنیت شورا له غونډې مخکې د جنوبي کوریا مشرانو موافقه وکړه چې د شمالي کوریا پر ضد به د ملګرو ملتونو د پراخو اقداماتو غوښتنه وکړي.

امنیت شورا پر پیونګ یانګ وروستي بندیزونه په اګست میاشت کې ولګول.

XS
SM
MD
LG