د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

اجرائیه ریاست: د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوي


د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، هڅې تېزې شوي چې د بې‌ځایه شویو او له راستنېدونکو کډوالو د ستونزو هوارۍ ته مالي امکانات برابر شي.

په هېواد کې د ناامنیو له امله د بې‎ځایه شوېو د شمېر زیاتوالي او له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته د افغان کډوالو راستنېدو ته په کتو سره، افغان حکومت په دې لټه کې دی.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د بې‎ځایه شویو کورنیو او له نورو هېوادونو څخه هېواد ته د راستنېدونکو د ستونزو هوارولو ته، ټول ۵۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوي چې تر اوسه یوازې ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته شوې ده.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

فیصل زیاته کړه:

"په دې اوونۍ کې اجرائیه رئيس د سوېلي اسیا لپاره د نړیوال بانک له مرستیالې سره وکتل. په دې کتنه کې ډېر تمرکز پر کورنیو بې‎ځایه شویو او پر راستنېدونکو کډوالو وو. دوی اوس‎مهال ۲۰۰ میلیونه ډالره، د کورنیو بې‎ځایه شویو په برخه کې مرسته کړې ده. په دې برخه کې زموږ ټوله اړتیا ۵۰۰ میلیونه ډالره ده."

د ښاغلي فیصل په خبره حکومت هڅې کوي چې پاتې مالي امکانات هم برابر کړي.

د ده په خبره په تېر کال کې شااوخوا ۴۵۰۰۰ کورنۍ د ناامنیو له امله د خپلو اصلي سیمو پرېښودلو ته اړې شوي چې ۹ ۷۲۵یې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوي او تر اوسه د سږ او تېر کال له ۵۳۰۰۰ بې‎ځایه شویو کورنیو سره مرستې شوې دي.

ښاغلي فیصل وویل، د کورنیو بې‎ځایه شویو او دغه‌شان افغانستان ته د راستنو شوېی کډوالو لپاره د ځمکو د وېش طرزالعمل هم وروستی شوی دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کوچیانو، قبایلو، بې‎ځایه شویو او کډوالو چارو کمېسیون وايي، د کډوالو او بې‎ځایه شویو ستونزه د اټکل شوې مرستې د برابرولو تر کچې هم لویه ده.

په هېواد کې بې ځایه شوي کډوال
په هېواد کې بې ځایه شوي کډوال

د دغه کمېسیون مرستیال حبیب‎الله افغان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په ۲۰۰ یا ۵۰۰ میلیونه ډالرو دغه ستونزه نه‌حلېږي، دې ته باید نړیوال یو مناسب مېکانیزم جوړ کړي، له دې پروسې سره باید یو میلیارد یا دوه میلیارده ډالره مرسته وشي او ښارګوټي ورته جوړ شي. ښارګوټي یې شعاري بڼه لري، ډېری ځمکې د داړه مارانو لاس کې دي، یو شمېر زورواکو هم ځینې ځمکې نیولي او ځانونو ته ښارګوتي جوړوي."

د ښاغلي افغان په خبره کوم پروګرامونه چې د کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو د هواري لپاره، د حکومت له‎خوا پیل شوي هغه هم نیمګړي دي.

سربېره پر دې ډېری راستنو شویو افغان کډوالو ازادي راډیو ته ویلي چې د دوی ستونزې پر ځای پرتې دي او حکومت‌یې د هواري په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه‎دی کړی.

هغه څه چې حکومت‌یې تل د هواري لپاره سینه وهلې او دا یې خپل مسؤلیت ګڼلی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG