د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

"UNHCR": په هرو درېیو ثانیو کې یو تن له خپلې مېنې بې‎ځایه کېږي


"UNHCR": جګړو او تشدد د ۲۰۱۶ تر پایه ۶۵،۶ میلیونه خلک بې‎ځایه کړي دي
"UNHCR": جګړو او تشدد د ۲۰۱۶ تر پایه ۶۵،۶ میلیونه خلک بې‎ځایه کړي دي

ملګري ملتونه وايي، ورانوونکې جګړې، تشدد او د حکومتونو له خوا د مخالفینو تعقیب په ځینو هېوادونو کې د ۲۰۱۶ میلادي کال ترپایه د ۶۵،۶ میلیونه خلکو د بې‎ځایه کېدو باعث شوي دي.

د ملګرو ملتونو له‎خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې که څه هم د ۲۰۱۵ میلادي کال له پای ته رسېدو وروسته د یو کال په ترڅ کې د دې کډوالو پر شمېر نور ۳۰۰ زره کسان ور زیات شوي، خو د ۲۰۱۴ میلادي کال د پای په پرتله څه باندې شپږ میلیونه زیاتوالی ښيي.

دا ارقام د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې "UNHCR" په خپل نوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو ورکړي دي.

د "UNHCR" مشر فیلیپو ګراندې د راپور له خپرېدو مخکې وویل چې د کډوالو د شمیرې د ثبتولو له پیل راهیسې دا تر ټولو لوی ارقام دي، خو ګراندي زیاته کړه چې دې شمېرو د کړکېچونو د حل ګډ هدف ته د رسېدو اړتیا اوس د بل هر وخت په پرتله زیاته کړې ده.

دا راپور چې د کډوالو د نړیوالې ورځې په درشل کې خپور شوی، ښيي چې یوازې تېر کال مجموعاً لس اعشاریه درې میلیونه خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي.

په دوی کې هغه درې اعشاریه څلور میلیون کسان هم شامل دي چې له نړیوالو سرحدونو اوښتي او کډوال شوي دي.

"UNHCR" په خپل راپور کې یادونه کوي چې په هرو درېیو ثانیو کې یو تن له خپلې مېنې بې‎ځایه کیږي. حتی دا جمله چې همدا شېبه مو واورېده له درېیو ثانیو زیات وخت نیسي.

په دوی کې ډېری هغه کسان دي چې په خپلو هېوادونو کې دننه په جبري ډول له خپلو مېنو وتلو ته اړ وځي او د کورنیو بې ځایه شويو په نوم یادېږي.

په ۲۰۱۶ کال کې په ټوله نړۍ کې د کورنیو بې‎ځایه شویو خلکو شمېر ۴۰،۳ درې میلیونه ته رسېده په داسې حال کې چې له دې یوکال مخکې دا شمیر ۴۰،۸ میلیونه و او ډیری د سوریې، عراق او کولمبیا د جګړو له کبله بیځایه شوي خلک وو.

د "UNHCR" راپور یادونه کوي چې په تیر یوه کال کې ۲۲،۵ میلیونه خلک چې نیمی یې ماشومان دي، د کډوالو په توګه ثبت شوي چې دا په تاریخ کې د ثبت شویو کډوالو تر ټولو لوړه شمېره ده.

یوازې د سوریې د شپږکلنې جګړې له کبله د کډوالو شمیره ۵،۵ میلیونه ته رسیږي چې له دې ډلې یوازې تیر کال له اتو لکو زیاتو کسانو خپل کورونه پریښي دي.

د سوریې بیځایه شوي، د نړۍ د کډوالو تر ټولو لویه شمیره جوړوي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په سوریه کې دننه د بې ځایه شویو کډوالو شمېر چې ۶،۳ میلیونه ته رسیږي، ښيي چې د دې هیواد له دریو دوه برخې وګړي په جبري ډول د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د "UNHCR" راپور له سوریې وروسته د جنوبي سودان د کډوالو بحران د نړۍ چټک پراخیدونکی کړکیچ بولي.

په جنوبي سودان کې د کورنۍ جګړې له کبله چې په ۲۰۱۳ کال پیل شوه لسګونه زره کسان وژل شوي او ۳،۷ میلیونه خلک چې د دې هېواد د ټولو وګړو تقریبا له دریو یوه برخه ده بیځایه شوي دي.

د "UNHCR" راپور له سوریې او سودان وروسته په لوړ توپیر د افغانستان او عراق په ګډون د څو نورو هیوادونو نومونه هم یادوي چې خلک یې د جګړو له کبله په ګڼ شمیر بیځایه شوي.

XS
SM
MD
LG