د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

بلوچستان کې تر اوسه شااوخوا ١٨٠٠ افغان کډوال راجسټر شوي


په پاکستان کې د بې‌اسناده افغانانو د راجسټرېشن بهير يوه اوونۍ مخکې پيل شوى چې له کابله هم يو شمېر څارونکي ورغلي دي.

په بلوچستان کې د افغانانو د راجسټرېشن لپاره پنځه مرکزونه جوړ شوي چې دوه‌يې په مرکز کوټه کې دي او تر اوسه په‌کې شااوخوا اتلس سوه افغان کډوال راجسټر شوي دي.

د روانې اګست مياشتې پر ۱۶مه نېټه د پاکستان د نورو ايالتونو غوندې په بلوچستان کې هم د پاکستان د «نادرا NADRA» د ادارې له‌خوا د هغو افغانانو راجسټرېشن پيل شوى چې پخوا راجسټر نه‌و او د ملګرو ملتونو ادارې «يو. اېن. اېچ. سي. ار» د مهاجرينو په توګه نه‌پېژندل.

دغه افغانان په لورالاى، پښين، چاغي او کوټه کې په پنځو مرکزونو کې له خپلو کورنيو سره يوځاى خپل ځانونه ثبتوي.

د بغلان ولايت اوسېدونکى نظر محمد وايي، پخوا يې ځکه ځان نه‌و راجسټر کړى چې هغه وخت په ايران کې و.

د بغلان ولايت اوسېدونکى نظر محمد.
د بغلان ولايت اوسېدونکى نظر محمد.

دی زیاتوي:

"نن راغلم له خپلې کورنۍ سره يوځاى مې ځان راجسټر کړ چې بيا کارتونه راکړل شي، دا کار مو په پاکستان کې د ارام ژوند په خاطر وکړ چې زه او بچي مې بيا دلته ازاد ژوند وکړو، کله چې کارټونه واخلو هر وخت مو چې زړه وغوښت خپل هېواد ته به ستانه شو."

د کوټې په سټلايټ ټاون کې د «نادرا NADRA» د راجسټرېشن د مرکز مشر سيد ظفرشاه وايي تر اوسه چې د دې بهير د پيلېدو يوه اوونۍ تېره شوې ده، هره ورځ ورته سلګونه کسان راځي او راجسټر کېږي.

ښاغلى ظفرشاه وايي تر اوسه‌يې په مرکز کې شااوخوا ٥٥٠ افغانان راجسټر شوي دي.

ظفرشاه
ظفرشاه

نوموړي زیاته کړه:

"تر پرونه مو تقريباً ٥١٦ تنه افغانان چې د ٤٧ کورنيو دي راجسټر کړي دي، په يوه کورنۍ کې يو سړى، د هغه مېرمن او اولادونه شامل دي. په دې اساس دوى خپل اولادونه ورسره راولي، خو موږ دوى ته دا پوهاوى ورکوو چې که تاسې غلط معلومات راکړئ، نو دا په پاکستان کې ستاسې د اولادونو مستقبل په خطر کې اچولاى شي، نو تاسې چې څومره کره معلومات راکوئ د دوى ستونزې به هغومره کمې وي."

د دې بهير د څارنې لپاره له کابله د مهاجرينو د وزارت په استازيتوب يوه څارونکې ډله هم راغلې ده چې د راجسټرېشن په هر مرکز کې دا بهير له نېږدې څاري او هر افغان يا د هغه کورنۍ چې راجسټر کېږي، نو دوى يې په افغاني تذکره تصديق کوي چې واقعاً افغان دى که نه؟

په دې مرکز کې ښاغلى سيف‌الاسلام اسلامي دغه بهير څاري.

د افغان پلاوي غړی سیف الاسلام اسلامي.
د افغان پلاوي غړی سیف الاسلام اسلامي.

نوموړی د دغه بهیر په اړه وايي:

"په پيل کې چې هره پروسه پيلېږي ستونزې لري، موږ خپله هڅه کوو چې دا پروسه شفافه واوسي، خصوصاً د هويت پېژندنې په اړخ کې بايد ډېر شفافيت واوسي، ځکه د افغانستان او پاکستان د دولتونو رسمي غوښتنه هم دا ده چې د دوى پېژندنه بايد دقيقه واوسېږي، همدې ته په پام موږ له افغان کډوالو تذکرې غواړو، که خپلې تذکرې يې نه‌وي د اصولي اقاربو تذکرې ځینې غواړو چې په هغوى کې پلار، ورور، تره، د تره زوى او نيکه راځي، په دې اساس‌يې هويت پېژندنه کوو."

د پاکستان او نورو پرمختللو هېوادونو غوندې چې د افغانستان د تذکرو، پاسپورټونو او نورو دولتي اسنادو جوړولو نظام لا انلاين نه‌دى، نو ايا دا ممکنه نه‌ده چې غير افغانان دې په جعلي تذکرو ځانونه د افغان کډوالو په توګه راجسټر کړي؟

ښاغلى اسلامي وايي، د دې کار لپاره‌يې په ټولو مرکزونو کې ځيني باتجربه افغانان کېنولي چې هغوى د هر ولايت خلک په بېلابېلو نښو وپېژني، وروسته راجسټر کېږي.

په دې مرکز کې هم حاجي پيرګل دا کار کوي:

"زه د قومي مشر په توګه د دوى تذکرې پېژنم يا دوى مخامخ پېژنم، تصديق‌يې کوم او دوى ته‌يې ورپېژنم، له رنګ او لهجې يې هم پېژنو يا يې د خپلو ولسواليو او سيمو پر اساس پېژنو، زه دلته په قومي جرګو مرکو کې برخه اخلم او له ټولو افغانانو سره تماس لرم، مړى ژوندى مو سره شريک دى او پېژنم يې."

په کوټه کې د افغان کډوالو ثبتولو بهیر.
په کوټه کې د افغان کډوالو ثبتولو بهیر.

د يوې اندازې له مخې ټاکل شوې ده چې په دې پروسه کې په ټول پاکستان کې شااوخوا يو ميليون هغه افغانان راجسټر شي چې پخوا نه‌و راجسټر شوي.

په دې پيل شوې پروسه کې تر اوسه په بلوچستان کې شااوخوا ۱۸۰۰ افغانان راجسټر شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د راجسټرېشن دا بهير به د روان کال تر ډسمبره دوام وکړي او وروسته به دغو افغانانو ته د مهاجرت کارټونه هم ورکړل شي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG