د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

ایا کابل، اسلام‌اباد او "UNHCR"به د افغان کډوالو ستونزې حل کړي؟


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ټاکل شوې په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د افغانستان، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ درې اړخیزه غونډه په کابل کې جوړه شي.

دغه وزارت وايي چې په کابل کې یې د پاکستان سفیر ته وړاندیز کړی چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو درلودونکو افغان کډوالو ته د استوګنې د مودې د تمدید په هدف، د کابل، اسلام‌اباد او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د غونډې د وخت په اړه څه ونه‌ویل، خو زیاته‌یې کړه چې د روان میلادي کال په پاتې څلورو میاشتو کې هېواد ته د افغان کډوالو راستنېدل امکان نه‌لري.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"موږ وړاندیز وکړ چې د افغانستان، پاکستان او «یو. اېن. اېچ. سي. ار» درې اړخیزه غونډه په کابل کې جوړه شي، دا موضوع مو په کابل کې د پاکستان له سفیر سره مطرح کړې، د دغې غونډې عمده هدف له ۲۰۱۷ میلادي کال وروسته ۱.۳ میلیونه افغان کډوالو ته د اوسېدنې د مودې تمدید دی، ځکه په کم وخت کې امکان نه‌لري چې دغه شمېر کډوال په پاتې څلورو میاشتو کې هېواد ته راستانه شي."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د تېر د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د استوګنې موده تمدید کړه.

ښاغلی میاخېل وايي چې دا مهال نېږدې دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې اوسېږي چې ۱،۳ میلیونه‌یې د استوګنې قانوني اسناد لري، خو ۷ لکه نور یې اسناد نه‌لري.

نوموړی زیاتوي چې له پاکستان سره هوکړه شوې چې د روان کال د اګست تر ۱۶مې بې‌اسناده افغانان هم راجستر کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان کال په وروستیو کې هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ له پاکستان او ایران څخه شااوخوا ۳ زره افغان کډوال هېواد ته راستنېږي.

د راپورونه له مخې، په پاکستان او ایران کې مېشت افغان کډوال تل شکایت کوي چې کوربه هېوادونه په زوره افغان کډوال له خپلې خاورې شړي.

  • اوس پوښتنه دا ده چې ایا افغانستان، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري به وتوانیږي چې په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو ستونزې هوارې کړي که نه؟

د ولسي جرګې د کډوالو چارو د کمېسیون غړی یوسف صابر دغه پوښتنه داسې ځوابوي:

"موږ د دې شاهدان وو چې له درې اړخیزو غونډو وروسته په پاکستان کې افغان کډوالو ته نورې ستونزې پيدا شوي، زموږ تمه دا ده چې په دا ډول درې اړخیزو غونډو کې باید له فکر او تدبیر څخه کار واخیستل شي، غونډو ته طرحې ولرو، څو وتوانېږو چې د افغان کډوالو ستونزې په دوامدار ډول حل شي."

تېر کال له یو میلیون نه زیات افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شول او د کډوالو چارو وزارت په وینا، وړاندوینه داسې ده چې روان کال له یو میلیون څخه زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شي.

ښاغلی صابر له حکومته غواړي چې د راستنو شویو کډوالو د ستونزو په هواري کې خپل هېڅ ډول مرسته ونه‌سپموي، دوی ته دې کاري زمینې برابرې کړي، امنیت دې خوندي کړي او د پوهنې او روغتیا په برخه کې دې ورته خدمتونه وړاندې کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG