د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

چخانسوري: د ناراجسټره افغان کډوالو د ثبت بهير به ژر پيل شي


د مهاجرينو نړيواله ورځ سږ کال د کوټې په معلوماتي ټکنالوژۍ او انجنیرۍ (BUITEMS) پوهنتون کې د مهاجرينو د مطالعاتو په تازه پرانيستل شوي مرکز کې ولمانځل شوه.

د لمانځنې په مراسمو کې د افغاني ښوونځيو د زده‌کوونکو په لاس جوړ شوي انځورونه هم نندارې ته ايښودل شوي وو.

په غونډه کې تر ډېره په بلوچستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو او افغانستان ته د هغوى پر ستنېدو خبرې وشوې.

په بلوچستان کې د «يو، اېن، اېچ، سي، آر» مشر دنېش شريسته وايي، نه‌يوازې مهاجرين بلکې د هغوى کوربانه هم نور د کډوالو له کبله له ستونزو سره مخامخ دي چې وايي، نړيوال بايد له هغوى سره هم مرسته وکړي.

دی وايي:

"موږ اوس په دې پوهېدلي يو چې نه‌يوازې مهاجرين د مهاجرت له ژونده کړېږي، بلکې د دوى کوربانه هم له ستونزو سره مخامخ دي، هغه څوک چې په نړيواله توګه له اوږدې مودې د مهاجرينو له کبله ستونزې ګالي، د هغوى هم بايد درناوى وشي او مرسته ورسره وشي. «يو، اېن، اېچ، سي، آر» د نړيوالې ټولنې په مرسته هڅه کوي، د هغو خلکو لپاره هم مرستې راټولې کړي چې د مهاجرينو کوربه‌توب کوي."

که څه هم په کمپونو کې مېشت افغان کډوال نن سبا شکايت کوي چې د «يو، اېن، اېچ، سي، آر» په شمول هېڅ يوه مرستندويه اداره ورسره په هېڅ برخه کې مرسته نه‌کوي، خو افغان کمېشنر مسعود احمد وويل چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو په مرسته له افغان کډوالو سره د تعليم، روغتيا، اوبو او روزګار په برخه کې مرسته کوي چې دوى افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

احمد وویل:

"د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو له ادارو خصوصاً له «يو، اېن، اېچ، سي، آر» سره په ګډه زيار ګالي چې په باعزته، خوندي او خپله خوښه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو تګلاره جوړه کړي. په دې تړاو د افغان کډوالو د ستونزې حل‌لاره په پام کې نيول شوې او د ټولو سهم لرونکو هېوادونو پاکستان، ايران او افغانستان له‎خوا به عملي کېږي چې اساسي مقصد يې د کډوالو د بېرته ستنېدنې د بهير مرسته او د کډوالو د ستونزو حل کول دي."

ټاکل شوې چې راروانه جولاى مياشت په پاکستان کې د ناراجسټر افغانانو د راجسټر کېدو بهير هم پيل شي چې په بلوچستان کې به پنځه مرکزونه ورته پرانيستل شي چې دوه به په کوټه، يو په لورالاى، يو په پښين او يو په چاغي سيمه کې وي.

په بلوچستان کې د افغان کډوالو رئيس اکبر چخانسوري په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"د کمېشنر او نادرا په مرسته په دې نېږدې ورځو کې هغه ټول کډوال چې نه‌دي راجسټر شوي او شمېر يې په بلوچستان کې تر دوه سوه زره زيات دى، د دوى ثبت او راجسټر په پنځو مرکزونو کې پيلوو او د دوى ستونزې به حل شي. نوي افغانان چې راجسټر شي، ډېره هوسايي به ورته جوړه شي، ماشومان به‌يې په ښوونځيو کې شامل شي، سفرونه به وکولاى شي او نور امتيازات چې پاکستان‌يې ورکوي له هغو به استفاده وکړي."

د مهاجرينو د نړيوالې ورځې په اړه په دې غونډه کې د ګوتو په شمېر افغان کډوالو په شمول ځايي خلکو او د پوهنتون ګڼ شمېر محصلينو ګډون کړى وو.

د پوهنتون د امنيت د ټينګښت په خاطر دا ځل هغو افغان کډوالو په‎کې ګډون نه‌و کړى چې په کمپونو کې ژوند کوي.

د «يو، اېن، اېچ، سي، آر» د رسمي شمېر له مخې دا مهال په پاکستان کې شااوخوا دوه ميلیونه افغان کډوال مېشت دي چې ١.٤ ميليونه‌يې راجسټر او شپږ لکه ناراجسټر دي.

سږ کال چې په اپرېل کې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهير پيل شوى، له بلوچستانه تر اوسه شااوخوا څلور زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG