د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

م.م: له پاکستانه په خپل خوښه د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر کم شوی


په دې وروستيو مياشتو کې له پاکستانه په کم شمېر کې افغان کډوالو غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره وايي، له پاکستانه په داوطلبانه توګه د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر کم شوی دی.

د دې سازمان د مسؤلينو په وینا، په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت د تېرو څو مياشتو په پرتله ښه شوی او همداراز په افغانستان کې نا امنۍ د دې لامل شوي چې د تېر کال په پرتله افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو شمېر کم شي.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې وياند دان مکنورتن Don McNorton فرانسې خبري اژانس ته ویلي، اوسمهال په پاکستان کې د کډوالو وضعیت د تېر کال په پرتله ښه دی او تېر کال له پاکستانه د ايستلو لپاره پر کډوالو فشارونه زيات وو.

په اسلام اباد کې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې ويانده دنيا اسلم خان د هغو افغان کډوالو په اړه چې د روان کال له اپرېل مياشتې څخه تر اوسه له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي داسي وايي:

"د اپرېل مياشتې له درېیمې نېټې څخه د جون تر نهمې نيټې پوري ۳۲ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي، هغه مهال چې د ژمي تر وقفې وروسته په اپرېل مياشت کې د افغان کډواولو د بېرته ستنېدو پروسه پیل شوه، د تېر کال په پرتله لږ افغان کډوال ستانه شوي دي."

د ملګرو ملتونو اداره وايي، له ۲۰۰۲میلادي کال څخه تر اوسه شا او خوا څلور اعشاريه دوه میليونه افغان کډوال د دې ادارې له خوا له پاکستانه په داوطلبانه توګه افغانستان ته لېږل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره هر افغان ته چې له پاکستانه په داوطلبانه توګه افغانستان ته ستنيږي، دوه سوه امریکايي ډالر مرسته ورکوي.

پاکستاني چارواکو ويلي چې اوسمهال شا او خوا ۳۴ میليونه افغان کډوال په ټول پاکستان کې مېشت دي.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان نوې پاليسي اعلان کړه چې له مخې يې هغو افغان کډوالو ته د اوسېدو د اجازې کارتونه ورکول کېږي چې قانوني اسناد نه لري او په پاکستان کې ژوند کوي.

په اسلام اباد کې د UNHCR وياندې دنيا اسلم خان وويل چې د کډوالو د نوم ليکنې بهير به په جولای مياشت کې پيل شي.

د پناه غوښتونکو په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره وايي، په ۲۰۱۶میلادي کال کې ۳۷۹ زره افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شول چې پکې هغه کډوال هم وو چې له ۱۹۸۰میلادي کال راهيسي په پاکستان کې اوسېدل.

XS
SM
MD
LG