د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

"د خوړو نړیوال پروګرام" له یو میلیون افغان کډوالو سره نغدي مرستې کوي


د خوړو نړیوال پروګرام
د خوړو نړیوال پروګرام

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام "ډبلیو، اېف، پي" وايي، پلان لري چې په روان میلادي کال کې له هغو یو میلیون بې‌وزلو کورنیو سره د یوې اندازې نغدو پیسو مرستې وکړي چې له بهر څخه هېواد ته راستنې شوي او یا د ناامنیو له امله له خپلو اصلي سیمو څخه په نورو سیمو کې مېشتې شوې دي.

د دغه سازمان مسؤلینو، بې‌وزلو کورنیو ته د نغدو مرستو د ورکړې د پروګرام سره سم، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ۳۰۰ بې‌وزولو کورنیو ته شپږ شپږ زره افغانۍ ورکړې.

په افغانستان کې د "ډبلیو، اېف، پې" یا د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وویل:

"زموږ پروګرام د ۲۰۱۶ میلادي کال له اکټوبر څخه پیل شوی، اوس هم دوام لري او غواړو چې دا پروګرام نور هم وغځوو، څرنګه چې کډوال راروان دي پلان لرو چې په روان کال کې یو میلیون کورنۍ تر پوښښ لاندې راولو او هیله ده چې مرستندویان په دې برخه کې له موږ سره مرستې وکړي."

د "ډبلیو، اېف، پي" یا د خوړو نړیوال پروګرام د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، دوی هغو بې‌وزلو کورنیو ته چې له بهر څخه هېواد ته راستنې شوي، د کډوالۍ کره اسناد ولري او د هېواد په سرحدونو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت سرحدي مسؤلینو تصدیق کړي وي، تر درېیو میاشتو پورې، په هره میاشت کې، هرې کورنۍ ته شپږ، شپږ زره افغانۍ ورکوي.

دوی دا هم وویل، همدارنګه هغه کورنۍ چې په هېواد کې د نا امنیو له امله بې‌ځایه شوي، هغوی هم د کره اسنادو په لرلو سره له ورته مرستو برخمنې کېږي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال له ایران او پاکستان څخه څه باندې یو میلیون افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

دا وزارت وايي، اوس‌مهال په پاکستان کې یو میلیون او پنځه لکه راجستر شوي او شااوخوا اووه لکه پرته له راجستره افغان کډوال مېشت دي.

د دغه وزارت د مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل په خبره د روان کال له پیل راهیسې، له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲۰۰۰۰ افغان کډوال د نیمروز او تورخم له لارو، هېواد ته راستانه شوي چې لومړنۍ مرستې ورسره شوې دي.

دا وزارت دا هم وايي، سربېره پر دې چې په وروستیو کلونو کې د جنګونو له امله شااوخوا اووه لکه افغانان له یوې سیمې نه بلې ته بې‌ځایه شوي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۴۰ زره افغانان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي، حال دا چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر دغه شمېره، ۵۵ زره ښيي.

راستنې شوې کورنۍ چې د "ډبلیو، اېف، پي" د دغو مرستو د اخیستو په انتظار کې وې، ازادي راډیو ته وویل چې په هېواد کې بې‌کارۍ او د موادو پورته بیو ته په کتو سره، دغه مرستې کافي نه‌دي.

د یوې کورنۍ غړي عمر خان وویل:

"له پاکستان نه چې راغلم، شپږ اووه میاشتې اوزګار وم، څه پیسې چې مې لرلې د لارې او کور په کرایو راڅخه لاړې، په پاکستان کې مې ډول ډول موټر چلولی، خو دلته کار نه‌شته، قیمتي ډېره ده، یقین وکړه چې د کور له کرایې څخه هم پوروړی یم."

افغان کډوال.
افغان کډوال.

د کډوالو د راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، هڅې کوي چې د راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو کورنیو د ستونزو د حل لپاره، د بېلابېلو بهرنیو مرستندویو مؤسسو مرستې جلب کړي.

د دغه وزارت د اضطرار کمېټې رئيس مهر خدا صبار ازادي راډیو ته وویل:

"د کډوالو چارو د وزارت هڅې همدا دي چې د بېلا بېلو بهرنیو مرستندویو مؤسسو مرستې جلب کړي، په دې برخه کې له مرستندویانو سره بحثونه شوي او اوسنۍ مرستې چې کېږي، د کډوالو چارو د وزارت د هڅو نتیجه ده او «ډبلیو، اېف، پي» هم حاضره دی چې نورې مرستې هم وکړي."

د چارو کارپوه سردار ځدراڼ وايي، د شته ستونزو عمده لامل نا امني ده او حکومت باید د ناامنیو پر وړاندې مبارزه جدي کړي.

د ده په خبره که په هېواد کې سوله ټینګه شي، کار موندنې ته به ډېرې زمینې برابرې او موجوده ستونزې به کمې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG