د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

امنسټي انټرنېشنل: افغانستان لاهم ورستنېدونکو کډوالو ته مناسب ندی


د بخښنې نړیوال سازمان ایمنیسټي انټرنېشنل وايي، د سږني کال په لومړۍ ربع کې پر ملکي وګړو حملې او د دې حملو په مخنیوي کې د حکومت پاتې راتلل ښيي چې افغانستان لا هم د هغو کډوالو لپاره مناسب ځای نه‎دی چې خپل هېواد ته ستنېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، د دې ټولنې د افغانستان د برخې د څیړونکې حوریې مصدق له قوله لیکي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات زیات شوي او ښځې او ماشومان تر ټولو زیات زیانمنېږي د حکومتونو دا ادعا چې وايي، افغانستان د راستنېدونکو کډوالو لپاره امن ځای دی ډېره غیرمسوولانه وینا ده.

د امنسټي بیان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما وروستي راپور ته هم اشاره کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د برخې څیړونکې حوریه مصدق
د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د برخې څیړونکې حوریه مصدق

د یوناما راپور وايي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې اوه سوه او پنځلس ملکي وګړي وژل شوي او یوزر او څلورسوه او شپږ شپیته نور ملکیان ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۱۶میلادي کال کې سلګونه زره افغان کډوال له پاکستان، ایران او اروپايي هېوادو څخه افغانستان ته ستانه شوي.

افغان حکومت د ۲۰۱۶میلادي کال په اکتوبر کې له اروپايي ټولنې سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې خپل هېواد ته د هغو افغان کډوالو د استولو بهیر ګړندی کېږي چې په اروپايي هېوادونو کې د سیاسي پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

بیان د مېرمن مصدق له قوله زیاتوي چې وايي، د خواشینۍ ځای دی چې افغان حکومت په پلازمینه کې امنیت نه‎شي ټینګولای خو د هغو کډوالو له راستنېدو سره موافقه کوي چې د هغو د امنیت د ساتلو وس نه‎لري.

د بخښنې نړیوال سازمان په داسې حال کې په دې اړه اندیښنه ښيي چې د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته له راستنېدونکو افغانانو سره د اروپايي ټولنې د مالي مرستو د نه رسېدو خبر ورکړی.

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ویلي چې دا مرستې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته نه‎دي ورکړل شوي.

د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل
د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل

نوموړی وايي:

"د اروپايي ټولنې له هېوادونو زموږ غوښتنه دا ده چې د مجدد ادغام په برخه کې له افغان حکومت سره د مرستې پر ژمنو عمل وکړي او له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې هېواد ته استول کېږي او که داسې ونه‎کړي نو دا کار ښايي ډېر ناوړه عواقب ولري. دا کسان چې افغانستان ته استول کېږي، ښايي بیا مهاجر شي، یا پر تروریستي ډلو ورګډ او له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ شي."

خو د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مشرۍ ویندویې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې مرستو د بهیر د پیلېدو خبر ورکړی.

مایا کاسیانچیچ ویلي چې په ټولنه کې د راستنېدونکو کډوالو د بیا ادغام په مقصد اروپايي ټولنه له افغانستان سره د څه باندې اتیا میلیون ډالرو مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG