د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

وزیري: د ابو سعید وژل کېدل په افغانستان کې داعش ته لویه ضربه ده


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر ابوسعید وژل کېدل دغې ډلې ته لویه ضربه او لاسته راوړه بولي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ابوسعید وژل کېدل پر داعش یو لوی ګوزار یاد کړ.

وزیرِِي: دا پر داعش یو لوی ګزار و.
وزیرِِي: دا پر داعش یو لوی ګزار و.

ښاغلي وزیري وویل:

"د ده وژل کېدل د داعش لپاره لویه ضاېع ده، ځکه د رهبرۍ موجودیت ډېر کولای شي چې د دوی صفونه منظم کړي او کله چې رهبري نه‎وي، په سوق او اداره کې یې کمزوري رامنځته کېږي، نو موږ د ده وژل کېدل د افغانستان او وسله‎وال پوځ په ګټه بولو."

پنټاګون یا د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې امریکايي ځواکونو د جولای په ۱۱ مه د افغانستان په کونړ ولایت کې د افغانستان لپاره د داعش مشر ابوسعید او د دغې ډلې څلور نور غړي ووژل.

په خبرپاڼه کې دغه شان د ابوسعید وژل کېدل په افغانستان کې د داعش د پراخېدو پر وړاندې یو لوی ګوزار بلل شوی دی.

د داعش ډلې پخوانی مشر پخوانی مشر عبدالحسیب شااوخوا درې میاشتې وړاندې د افغان او امریکايي ځواکونو له لورې ووژل شو او همداراز کال وړاندې هم په افغانستان کې د دغې ډلې بنسټګر حافظ سعید د بې‎پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د داعش ډلې وژل شوی قوماندان حافظ سعید.
د داعش ډلې وژل شوی قوماندان حافظ سعید.

په ورته وخت کې په وروستیو کې د ابوبکر البغدادي د وژل کېدو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.

افغان حکومت تېر مېلادي کال د داعش پر ضد ائتلاف سره چې د امریکا د متحدو ایالتونو له لورې یې مشري کېږي او شپېته غړي لري، یو ځای شو.

دغه شان څو میاشتې وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان په ننګرهار کې، چېرته چې د داعشیانو فعالیت تر نور ډېر محسوسېږي، ستر غیرې هستوي بم استعمال کړ چې ۱۰۰ داعشیان په‎کې ووژل شول.

د راپورونو له‎مخې، داعش د افغانستان پر ختیځ سربېره په ځینو شمالي ولایتونو کې هم فعالیت لري.

خو په افغانستان کې د داعش د مشر وژل کېدل، د دغې ډلې پر فعالیت څومره اغېز کولای شي؟

د پوځي چارو کارپوه امرالله امان د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې د ترهګرو ډلو د مشر وژل کېدل موقتي اغېز لري او پکار ده چې ريښې یې وچې شي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې لوی هېوادونه باید د ترهګرو ډلو د ریښو په وچېدو کې خپلې چارې همغږې کړي.

امرالله امان
امرالله امان

ښاغلي امان زیاته کړه:

"د رهبرانو وژل مهم نه‎دي، ځکه رهبران ساتل کېږي او تربیه کېږي، لکه څنګه چې د اسامه له وژل کېدو وروسته داسې کسان پیدا شول چې د دغې ډلې مشري یې پر غاړه واخېسته، نو مهمه دا ده چې د دوی بېخ او ریښې باید وچې شي."

بل‎خوا د پوځي چارو کارپوه شهنواز تڼي بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د یوې ډلې د مشر وژل کېدل د غړو پر روحیې، سوق او ادارې ډېر اغېز لرلای شي.

خو نوموړی هم د داعش د لمنځه وړلو لپاره د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له لورې اساسي مسئایلو ته پام حتمي بولي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG