د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د نورستان والي: په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د طالبانو او داعشیانو تر منځ نښته شوې


د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او داعش ډلې تر منځ جګړه شوې چې په‌کې یو داعش وسله‌وال وژل شوی او درې ښځې ټپيانې شوې دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سې شنبې ورځې ماسپښین مهال وسله‌والو طالبانو د وانټ وایګل ولسوالۍ په کلایګل سیمه کې داعش ته د اوښتي قوماندان نور اکبر محاصره کړی و چې د دواړو خواو تر منځ جګړه هم شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"نور اکبر چې پخوا طالب و او اوس داعش سره شوی دی، د هغه کور يې محاصره کړی دی، په دې کې یو تن وژل شوی او درې ښځې ټپیانې دي."

والي وايي، قوماندان نور اکبر پخوا د وسله‌والو طالبانو سره و، خو اوس نوی داعش یا د اسلامې دولت نومې ډلې ته اوښتی دی چې اوس‌يې هم کور محاصره دی او ویل کېږي چې یاد قوماندان له خپل کور څخه نامعلوم طرف ته تللی دی.

د نورستان یوه تن اوسېدونکي عنایت‌الرحمن ازادي راډیو ته وویل چې په وایګل کې اوس هم د داعش او وسله‌والو طالبانو تر منځ د جګړې نښتلو وېره موجوده ده.

«اوس هم د دواړو ډلو تر منځ د جګړې وېره شته»
«اوس هم د دواړو ډلو تر منځ د جګړې وېره شته»

نوموړي زیاته کړه:

"نوراکبر خپل له کلي تښتېدلی دی او دا پېښه د کلایګل په نوم کلي کې شوې ده، دا د کلایګل کلی اوس هم محاصره دی، تاسو به د نور اکبر نوم سره اشنا یاستئ، دا پخوا د طالبانو قوماندان و، د دولت خلاف په ډېرو جنګونو کې يې برخه اخیستې وه، خو اوس داعش ته تللی دی، ماسپښین نه وسله‌والو طالبانو د یاد قوماندان کور محاصره کړی، دوه کورونه هم سوځول شوي دي، درې ښځې ټپیانې دي، نور اکبر پسې لټه روانه ده خو هغه په کلي کې چېرته پټ شوی دی."

تر اوسه د اسلامي دولت نومې ډلې یا د داعش او وسله‌والو طالبانو د وایګل د جګړې په اړه څه نه‌دي ویلي.

په ننګرهار کې د اسلامي دولت یا داعشیانو او وسله‌والو طالبانو تر منځ زیاتې نښتې شوي، خو په نورستان کې دا د خپل ډول لومړۍ پېښه ده چې دواړه ډلې جګړه کوي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG