د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د ولسي جرګې ځینې غړي: ننګرهار کې داعش جنګیالي پر زیاتېدو دي


د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د داعش د جنګیالیو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، که حکومت ژر تر ژره د دغې ډلې د فعالیتونو مخه ونه نیسي، په نېږدې وخت کې به د ننګرهار ولایت نورو ولسوالیو ته هم ورسېږي.

په دې ورځ د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړیو هم د داعش د فعالیتونو پر زیاتېدو اندیښنه وښوده.

د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي

د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي پر یاده موضوع د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له بحثونو وروسته وویل:

"حکومت باید د داعش د مرکزونو د شنډولو لپاره جدي تدابیر ولري او د ننګرهار استازي دې په دې اړه اسناد راټول کړي. د ولسي جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیونونه مسؤلیت لري چې موضوع د ولسي جرګې له ادارې پلاوي سره شریکه کړي. موږ به په دې برخه کې یو مکتوب اړوندو ادارو ته ولېږو څو خپل مسؤلیت اداء کړو."

د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر وویل، حکومت باید دې پوښتنې ته ځواب ووايي چې د داعش له ډلې سره کومه اداره مرسته کوي.

د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر
د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر

دا په داسې حال کې ده چې څه کم دوه کاله مخکې د داعش ډله د لومړي ځل لپاره د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالیو څرګنده شوه او خوځښتونه یې پیل کړل.

د افغان امنیتي مسؤلینو د معلوماتو له مخي دغې ډلې په لومړي سر کې د ننګرهار ولایت په هسکه مینه، دوربابا، اچین او کوټ ولسوالیو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول خو افغان امینتي ځواکونو د دغې ډلې مخه ونیوله او پر ضد یې اوس هم عملیات روان دي.

افغان امینتي ځواکونه وايي، شاوخوا دوه میاشتې مخکې د بمونو د مور په نامه یو ستر غیر هستوي بم د داعش د ډلې د ځپلو لپاره د اچین ولسوالۍ په هغه سیمه کې وغورځول شو چې د داعش مرکزونه په کې وو.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، که له داعش ډلې سره د مرستندویو د مرستو په اړه شواهد څرګند شي، افغان امنیتي ځواکونه به یې پر ضد لا اقدام وکړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ښه به وي چې ظاهر قدیر د حکومت او ولس د قانع کولو لپاره هغه اسناد چې ورسره دي، له حکومت سره شریک کړي. له موږ سره داسې اسناد نه‎دي شریک شوي چې ګواکې له داعش سره مرسته شوې ده. نه یوازې دا چې له داعش مرسته نه کېږي بلکې پر داعش ځانګړي ځمکني او هوايي عملیات ترسره کېږي او دا هغه څه دي چې موږ قانع کوي چې د داعش پرضد اقدامات کېږي."

په ورته وخت کې د دفاع وزارت وايي، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې په هېواد کې د داعش د غړیو شمېر له پخوا څخه کم شوی او حکومت هوډ کړی چې دغه ډله په بشپړه توګه وځپي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل:

"مخکې د هېواد په نهو ولسوالیو کې د داعش ګواښونه موجود وو. موږ وکړای شول د عملیاتو په نتیجه کې د دوی لمنه راټوله کړو. اوس یوازې په اچین، هسکه مېنه او پچیراګام کې دوی لیدل کېږي. موږ غاښ ماتوونکي ځوابونه مو ورکړي او غواړو چې په ټول هېواد کې د دوی تغړ ټول شي."

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر راپورونو پر بنسټ‎، اوس‎مهال د داعش د جنګیالیو شمېر څه باندې دوه زرو ته رسیدلی، خو د دفاع وزارت دا خبره ردوي او وايي چې د داعش د جنګیاليو شمېر له شپږ ۷۰۰ څخه ډیر نه دی.

ځینې راپورونه دا هم وايي، د دغې ډلې جنګیاليو په کونړ نورستان او یو شمېر شمالي ولایتونو کې هم فعالیتونه پیل کړي دي.

په دې اړه د دفاع وزارت وايي، همدا اوس یې د هېواد په شاوخوا ۲۰ ولایتونو کې عملیات روان دي او دغه ډله به نورو فعالیتونو او پراخېدو ته پرې نه ږدي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG