د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

په غور کې د داعش ډلې فعالیت زیاتېدو په اړه د ځایي چارواکو اندېښنې


د غور والي وايي، په یاد ولایت کې د داعش ډلې فعالیتونه پراخ شوي، خو مرکزي حکومت یې پر وړاندې پر وخت اقدامات نه کوي.

له غور ولایت څخه د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوې وېډیو تر خپرېدو وروسته د غور والي وايي چې دغې ډلې هلته د جنګیالیو د جلب او جذب پروسه او روزنه پراخه کړې او د خوندي ځایونو جوړول یې ورته پیل کړي دي.

غلام ناصر خاضع د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې داعش وسله وال کافي بودجه په واک کې لري او دا وېره موجوده ده چې په یاد ولایت کې یې شمېر زیات نشي.

د غور والي: موږ خپل اندېښنه له مرکزي حکومت سره شریکه کړې ده.
د غور والي: موږ خپل اندېښنه له مرکزي حکومت سره شریکه کړې ده.

ښاغلی خاضع وايي چې یو نیم کال وړاندې یې په دې اړه خپلې اندېښنې مرکزي حکومت سره شریکې کړې دي، خو پر وړاندې یې هیڅ اقدام نه دی شوی.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له لومړیو ورځو له امنیتي چارواکو سره دا موضوع شریکه کړې ده، د ډېرې اندېښنې ځای دی، ختمول یې پراخو عملیاتو ته اړتیا لري چې هیله من یو مرکزي چارواکي به ورته پاملرنه وکړي."

دی وايي چې ډېریو دغو جنیګیالیو په ننګرهار کې زده کړې کړي دي.

د غور والي وايي چې داعش جنیګالي کورنیو ته پیسې ورکوي تر څو خپل اولادونه د دوی لیکو ته ور ولېږي.

داعش ډلې د یوې وېډیو په خپرولو سره ادعا کړي چې غړي یې په غور ولایت کې زده کړې ویني.

د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال مصطفی محسني هم دا وېډيو تائید کړې ده.

په دې وېډیو کې ښکاري چې نوي ځوانان له دغې ډلې سره یو ځای شوي او ترې بیعت کوي.

د دغو ځوانانو ښوونکي په عربي ژبه خبرې کوي او اعلانوي چې د داعش د ډلې له مشر ابوبکر بغدادي نه ملاتړ کوي.

د دې تر څنګ په ننګرهار ولایت کې هم له درېیو ورځو راهیسې د داعش وسله والو او د سیمې د اوسېدونکو تر منځ جګړو زور اخیستی دی.

د دغه ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي وايي چې خلکو ته په کافي اندازه تجهیزات په واک کې ورکړل شوي او داعش وسله وال محاصره دي.

د افغانستان د دفاع وزارت بیا وايي چې په ننګرهار او غور کې د دوی ځواکونه موجود دي او خلک هم د حکومت ملاتړي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چې لکه د نورو ولایتونو په شان به په غور کې هم داعش وسله والو له ماتې سره مخ کړي.

دولت وزیرِي.
دولت وزیرِي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د دفاع وزارت په جریان کې دی، دوی چې په هر ځای کې سر راپورته کوي ځپل کېږي موږ هلته عملیات پلانوو او لکه څنګه مو چې په هلمند او فراه کې نابود کړل په غور کې هم له منځه ځي."

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې د داعش ډلې پر وړاندې تر سره شوي عملیاتو سمه نتیجه نه ده ورکړې.

له دې ډلې صدیق ساحل وايي چې افغان ځواکونه باید د داعش پر وړاندې په نویو وسلو تجهیز او پر هغو ځایونو کې پوستې جوړې شي چې بیا ترې د یادې ډلې ګواښ احساسې دلی شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG