خبرونه
رادمنش: په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دولت ٦٣ وسلوال مخالفان وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت تر شپېتو زيات وسلوال مخالفان وژل شوي دي.
د دغه وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش نن يکشنبه ازادۍ راډيو ته وويل:
”په دې شمېر کې ٢٦ تنه د داعش غړي هم شامل دي، چې د ننګرهار په اچين کې وژل شوي دي“
دغه عمليات چې په بېلابېلو ولايتونو کې شوي، په نتيجه کې يې ٢٩ نور وسلوال ټپيان شوي دي.
دفاع وزارت وايي دا مهال په ١٢ ولايتونو کې د دوى ١٥ پوځي عمليات روان دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران قضا: په اعدام محکوم شوی یو ایراني الاصله جرمنی وګړی په خپل مرګ مړ شوی
د ایران قضا وايي، ایراني الاصله جرمنی وګړی جمشید شارمهد، چې د تروریزم په تورونو په اعدام محکوم شوی و، د حکم له تطبیق مخکې په خپل مرګ مړ شوی دی.
په مخکینیو راپورونو کې ویل شوي وو چې شارمهد اعدام شوی دی.
د شارمهد د اعدام راپورونه د اکټوبر په ۲۸مه دولتي رسنیو ورکړل چې د جرمني د حکومت پراخ غبرګونونه ورپسې وو.
د دې خبرونو له خپرېدو وروسته جرمني د ایران واړه درې قونسلګرۍ بندې کړې.
خو د ایران د قضا ویاند اصغر جهانګیر نن په یوه خبري غونډه کې د شارمهد د اعدام اړوند راپورونه رد کړل او ویې ویل چې په دې اړه د قضا بیان ناسم تعبیر شوی دی.
د جهانګیر په وینا په بیان کې د شارمهد د اعدام یادونه نه وه شوې.
۶۹ کلن شارمهد تورن و چې د سلطنتي نظام د هغې پلوي وسلهوالې ډلې مشري یې کوله چې د ایران حکومت یې د ۲۰۰۸م کال د بمي حملو او په دې هېواد کې د څو نورو حملو مسووله بولي.
په امریکا کې د ولسمشرۍ د تاریخي انتخاباتو لپاره د رایو ورکولو بهیر پیل شوی
په امریکا کې د ولسمشرۍ د تاریخي انتخاباتو لپاره د رایو ورکولو بهیر پیل شوی او د اوو مهمو برخلیک ټاکونکو ایالتونو په ګډون د امریکا ټول خلک نن خپلې رایې وکاروي.
د سږنیو انتخاباتو نتایج به په اوکراین کې د روسیې پر جګړه، د منځني ختیځ پر کړکېچ او د اقلیمي بدلون په ګډون پر نورو نړیوالو مسایلو هم اغېز ولري.
د رایو ورکولو مرکزونه نن په ختیځو ایالتونو کې د سهار په پنځو بجو پرانیستل شول او تمه ده چې د الاسکا او هاوايي په څېر په لوېدیځو ایالتونو کې به د شپې تر ناوخته پورې دوام وکړي.
نظرپوښتنې ښيي چې د جمهوري ریاست د څوکۍ د ګټلو لپاره د ډیموکرات ګوند د کاندیدې، د ولسمشر د مرستیالې کمالا هاریس او د جمهوریپال ګوند د کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ مبارزه اوږه په اوږه مساوي روانه ده.
د دې انتخاباتو د نتایجو اعلان ښايي څو ورځې وخت ونیسي، ځکه د پنسلوانیا په څېر په ځینو ایالتونو کې د پوستې له لارې د رایې ورکولو پروسه ځنډنۍ ده.
د امریکا د احصایې د بیورو د معلوماتو له مخې، په دې انتخاباتو کې به د خلکو د ګډون کچه حتی د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کال پرتله چې ډېره لوړه وه هم اوچته وي.
که دا انتخابات مېرمن هریس وګټي نو د امریکا د تاریخ لومړۍ ښځينه ولسمشره به وي او که یې ټرمپ وګټي نو لومړنی ولسمشر به وي چې له یوې دورې وروسته دوهمه دوره بایلي، خو د انتخاباتو په درېیمه دوره کې بیا بریالی کېږي.
د طالبانو مشر د سرپرستې کابینې ټول غړي کندهار ته ورغوښتي
راپورونو وايي چې د طالبانو لوی مشر ملاهبتالله آخندزاده د سرپرستې کابینې ټول غړي کندهار ته ورغوښتي دي څو په ټول افغانستان کې د شرعي قوانینو د تطبیق په اړه خبرې ورسره وکړي.
د طالبانو په حکومت کې باوري سرچینو چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د تطبیق لپاره د جدي اقداماتو په اړه خبرې د دې غونډې د اجنډا مهمه برخه وه، او د طالبانو لوی مشر په ټول هېواد کې د دې قانون د تطبیق لپاره جدي سپارښتنې وکړې.
سرچینې زیاتوي چې د سرپرست حکومت وزیران د روانې اوونۍ په پیل کې کندهار ته ورسېدل.
د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د امربالمعروف نوی قانون خپور کړ چې په ځانګړي ډول پر ښځو سخت محدودوونکي تګلارې عملي کوي.
له دې سره په یوه وخت کې په دې وروستیو کې د طالبانو محکمو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو سرغړونو په نوم لسګونه کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړې دي.
د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو ډلو پر دې اقداماتو جدي اندېښنې ښودلي.
په ایران کې درې کسان د اټومي ساینسپوه د قتل په قضیه کې په اعدام محکوم شوي
په ایران کې درې کسان د اټومي ساینسپوه د قتل په قضیه کې په اعدام محکوم شوي دي.
د ایران د قضا ویاند اصغر جهانګیر نن په تهران کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا حکم په ۲۰۲۰م کال کې د ایران د نامتو اټومي ساینسپوه محسن فخريزاده د وژنې په تړاو د اورمیه ښار لومړنۍ انقلابي محکمې تورنو ته چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، اورولی او دا دوسیه اوس مهال د استېناف په محکمه کې ده.
ایران د فخريزاده د قتل پړه پر اسراییلو اچولې ده.
اورمیه د ایران په شمال لوېدیځ کې د آذربایجان او ترکیې سرحدونو ته نژدې پروت ښار دی.
د اعدام دا حکمونه داسې مهال اعلانېږي چې د ایران او اسراییلو اړیکي اوس د بل هروخت پرتله ترینګلي دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې دوه چینايي وګړي په ډزو ژوبل شوي دي
د کراچۍ پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې پېښه نن سهار د کراچۍ د ټوکر اوبدلو په یوه کارخونه کې د یو ځايي امنیتي ساتونکي او چینايي وګړو ترمنځ له شخړې وروسته هغه مهال وشوه چې، ساتونکي پر چینايي وګړو ډزې وکړې.
پولیس وايي چې، ټپیان روغتون ته رسول شوي او تورن کس له ساحې څخه تښتېدلی دی.
تر دې مخکې هم پاکستان کې په بېلابېلو پېښو کې پر چينايي وګړو بريدونه شوي، چې هغوی ته پهکې مرګژوبله هم اوښتې وه.
په غزه کې د اسراییلو په پرونیو حملو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي
د غزې اوسېدونکي وېره لري چې اسراییل د غزې په شمال کې د استوګنې د سیمو د تخلیې لپاره ښايي نورې هوايي حملې هم وکړي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې پرون وویل، اسراییلو د هغو لاریو شمېر کم کړی چې غزې ته مرستې رسوي او وايي چې لهدې سره به خوړو، دارو-درملو او نورو ضروري موادو ته اړتیا زیاته شي، خو اسراییلو دا خبره رد کړې ده.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا په بیت لاهیا سیمه کې د اسراییلو په پروني برید کې یوشمېر کسان مړه او ټپیان شوي او پهدې سیمه کې پر یوه کور د پرون سهارنۍ بمبارۍ په پایله کې اووه کسان وژل شوي دي.
سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په زوایده ناحیه کې د اسراییلو په یوبل هوایي برید کې څلور کسان او د غزې په مرکزي او جنوبي برخو کې په جلا حملو کې پنځه کسان وژل شوي دي.
د کاناډا استازی: د عدالت نړيواله محکمه کې د افغان ښځو د حقونو د دعوې په اړه مو طالبانو ته خبر ورکړی
د افغانستان لپاره د کاناډا ځانګړی استازی وايي، د ده هېواد، جرمني، هالنډ او اسټرالیا د طالبانو حکومت ته رسما خبر ورکړی چې غواړي د بشري حقونو، په تېره د ښځو د حقونو اړوند بحثونه راپورته او په پایله کې یې د عدالت په نړیواله محکمه ICJ کې د هغوی پروړاندې دعوه وکړي.
د کاناډا ځانګړي استازي دیوید سپرول پرون له ګلوب اینډ مېل سره په مرکه کې وویل، طالبانو تر اوسه دوی ته ځواب نهدی ورکړی.
سپرول وايي، د دوی اقدام ته لاهم څو پړاونه پاتې دي، خو دی زیاتوي چې که د ښځو په برخه کې د طالبانو پالیسۍ بدلې نهشي نو دوی به دا مسئله ICJ ته راجع کړي.
دې څلورو هېوادونو په خپله طرح کې د هغه نړیوال کنوانسیون یادونه کړې چې د ښځو پر وړاندې د هر راز تبعیض لهمنځه وړل غواړي.
دوی طالبانو ته شپږ میاشتې مهلت ورکړی چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي، خو د دې طرحې له اعلان څخه یوه میاشت تېره شوې ده، پهداسې حال کې چې په افغانستان کې پهدې برخه کې هيڅ راز بدلون نه لیدل کېږي.
پر افغان وګړو د ډزو د پېښې په اړه د طالبانو څېړنه؛ د ايران حکومت پرې غبرګون ښودلی
د ایران د بهرنیوچارو وزارت له افغانستان سره په سرحد کې د ایراني پولهساتو په ډزو د یوشمېر افغان کډوالو د وژنې او ټپي کېدو په اړه د طالبانو د حکومت د څېړنو پر پایلو ناخوښي څرګنده کړې ده.
د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پرون یوې خبري غونډې ته وویل، ایران د طالبانو د ځانګړي تحقیقاتي ټیم د راپور له لیدو وروسته حیران شوی دی.
بقايي وايي، ایران لهدې کبله ناراضه دی چې ولې د طالبانو حکومت د ایران په کلګان-سراوان سرحدونو کې د هغې پېښې په اړه چې نهده شوې بېبنسټه راپورونه جدي ګڼلي.
د طالبانو حکومت څلور ورځې مخکې اعلان وکړ چې، د څېړنو ډلې یې خپل تحقیقات بشپړ کړي دي، خو دې ډلې د پېښې د مرګژوبلې ارقام يې نهدي ښودلي.
د امريکا استخباراتي اداره: ايران د امريکا د ټاکنو په اړه ناسم معلومات خپروي
د امریکا استخباراتي او امنیتي چارواکو پر روسیې او ایران تور لګولی دی چې، د ناسمو معلوماتو د خپرولو او د سایبري حملو د کمپاین له لارې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په مسئله کې په خلکو کې د اختلاف راوستو هڅه کوي.
دا پهداسې حال کې ده چې د امریکا خلک نن د نوامبر پنځمه نوي ولسمشر د غوره کولو لپاره د رایو ورکولو مرکزونو ته ځي.
د امریکا د استخباراتو ملي دفتر، د فدرال تحقیقاتو ادارې یا FBI او د ملي تاسیساتو د سایبري امنیت ادارې پرون په یوه بیان کې وویل، په روسیه پورې تړلي عناصر د دې لپاره چې د امریکا د انتخاباتو مشروعیت زیانمن کړي، په خلکو کې ویره خپره کړي او د دې ناسم روایت په تبلیغ سره چې ګنې امریکایان د سیاسي لومړیتوبونو په خاطر د یوبل پر وړاندې له تشدد څخه کار اخلي، جعلي ویډیوګانې جوړوي او مقالې خپروي.
په بیان کې راغلي چې، دا هڅې د انتخاباتو د مسوولو چارواکو پر وړاندې د تشدد د پارونې خطر رامنځته کولای شي.
د امریکا استخباراتي ادارو له څو میاشتو راهیسې د هغو هڅو په اړه خبرداری ورکړی، چې د امریکا د انتخاباتو پر بهیر د اغېز لپاره د دوی په وینا د روسیې په ملاتړ ترسره کېږي.
يوشمېر پخواني افغان پيلوټان د امريکا د پيلوټۍ د اسنادو ترلاسه کولو هڅې کوي
د پخواني افغان هوايي ځواک پیلوټان په امریکا کې د پیلوټۍ د اسنادو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي.
ویرتیکل مجله چې د پیلوټانو اړوند خبرونه خپروي، دوشنبه ناوخته راپور ورکړی چې په تکزاس کې دغو اتلسو افغان پیلوټانو د فدرال هوايي چلند د سند لپاره یو لړ روزنیزې دورې هم ترسره کړې دي.
د راپور په اساس دا هغه پیلوټان وو چې د طالبانو په وړاندې په جګړه کې یې MH-6 محاربوي، بلک هاک یا Mi-17 ترانسپورتي هیليکوپترې چلولې.
دا پیلوټان که څه هم هر یو له ۳۰۰ تر ۱۲۰۰ ساعتونو د پرواز تجربې لري، خو په امریکا کې د هوایي چلند سکتور ته د داخلېدو لپاره باید ازموینه ورکړي او سند ترلاسه کړي.
د پخواني افغان هوايي ځواک نږدې ټول پيلوټان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان ووتل.
د دوی ګڼشمېر امریکا کې مېشت دي.
د کابل په سقوط سره یوشمېر پخوانيو پیلوټانو ځینې هیليکوپترې چې امریکا وايي د دوی ملکیت وې او د افغان هوايي ځواک په اختیار کې وې، ازبکستان ته یوړې او لا هم هلته پاتې دي.