د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

نړېوال بانک: ۳ مهمې ستونزې چې د افغانستان راتلونکې ګواښي


ډېرو نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په ختیځ کې د امریکایي سرتېرو د وژل کېدو پېښې ته پام اړولی دی.

امریکایي لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي، امریکايي چارواکو تائید کړې چې درې امریکایي سرتېري په ننګرهار ولایت کې د یوه افغان سرتیري په ډزو وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

دا پېښه د شنبې په ورځ د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې چې د امریکا ځانګړي ځواکونه د افغان ځواکونو په خوا کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې عملیات مخ ته وړي، رامنځته شوې ده.

په دغه پېښه کې دوه سرتېري ځای پرځای وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي و چې یوه ټپي سرتېري وروسته ساه ورکړه.

پنټاګون ویلي چې د دغې پیښې په اړه څېړنه کوي.

د لاس انجلس ټایمز په لیکنه، پر بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو له‎خوا د ډزو دا پېښه په روان میلادي کال کې دوهمه پېښه ده چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د جګړې په ترڅ کې رامنځ ته کېږي.

تراوسه دا نه‎ده روښانه چې ایا حمله کوونکي چې د پېښې په ځای کې وژل شوی، له سخت دریځو سره تړاو درلود او کنه او که لفظي دعوا یا کلتوري سو تفاهم د دې پېښې سبب شوی دی.

خو وسله‎والو طالبانو بیا ادعا کړې چې یوه غړي یې چې د افغان ځواکونو لیکو ته ننوتی و، پر امریکایي سرتېرو ډزې کړي او څلور سرتیري یې وژلي دي.

د لاس انجلس ټایمز په لیکنه له دې وړاندې دا ډول پېښه په مارچ میاشت کې په هلمند ولایت کې رامنځته شوې وه چې یوه افغان سرتېري په ډزو درې امریکايي سرتېري ټپیان کړي و.

هلمند هم هغه ولایت دې چې په‎کې په سلګونو امریکایي ځانګړي ځواکونه د وسله‎والو طالبانو په وړاندې جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

د ورځپاڼې په وینا له ۲۰۰۸ کال راهیسې له نوي زیاتې دا ډول پېښې شوي چې لږ تر لږه ۱۵۰ بهرني سرتېري په‎کې وژل شوي او ۱۷۸ نور ټپیان شوي دي.

د لاس انجلس ټایمز په وینا دغه وروستۍ پېښه داسې مهال کېږي چې د ولسمشر ټرمپ اداره د افغانستان په جګړه کې چې له پیلیدو یې شپاړس کاله تیریږي، د پوځي هڅو د پراخیدو په اړه غور کوي.

نړېوال بانک:

نړېوال بانک په خپله انټرنیټ پاڼه کې بیا د افغانستان په وړاندې د درېیو مهمو ستونزو یادونه کړې چې د دې هېواد راتلونکې ګواښي.

د بې وزلۍ او ناامنۍ پراخوالی او ورو اقتصادي وده.

خپرونه د ناامنیو د پراخېدو په ترڅ کې د کابل د تیرې اوونۍ ټانکر بم چاودنې ته اشاره کړې او لیکي چې په وروستیو کلونو کې نا امني د افغانستان ډېرو سیمو ته غزیدلې چې ۲۰۱۶ کال د ناامنیو د پېښو او د ملکي تلفاتو د ثبت له کبله یو بې ساری کال و.

د نړیوال بانک خپرونې په افغانستان کې د بې وزلۍ په اړه هغه وروستي رپوټ ته اشاره کړې چې وایي، اقتصادي وده له خطرسرمخامخ ده او دا د حیرانتیا خبره هم نه‎ده ځکه لکه د تیرپه څیر تاوتریخوالي او نا امني د افغانانو سوکالي له مخ په زیاتیدونکي خطرسره مخامخ کړې ده.

د نړیوال بانک په وینا له نا امنیو او سیاسي انتقال سره تړلو ستونزو د افغانانو پر ژوند ناوړه اغېز کړی او د دې تمه نه کېږي چې اقتصادي وده به د سیاسي انتقال مخکې کلونو ته ورسېږي بلکه د ناامنیو له امله به لا ورو شي.

د نړیوال بانک اشاره په افغانستان کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ کلونو ته ده چې اقتصادي وده شاوخو په سلو کې اوه ښودل شوې وه.

نړیوال بانک وایي، که دغه وضعیت کنټرول نه‎شي ښایي ټولنیز نظم لاکمزوری او اقتصادي وده له خطرسره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG