د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

مسیر: خلک دې له داعشه رالیرې، نه دا چې ورنږدې کړای شي


کابل چاپ بېلابېلو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د څرنګوالي او ځپلو په اړه تبصرې کړي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د داعش ډلې ځپلو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې افغان ځواکونو د تورې بوړې سیمه د داعش جنګیالیو څخه پاکه کړې ده.

ورځپاڼې د دفاع وزارت د ویاند دولت وزیري له قوله لیکلي چې په دغه پوځي عملیاتو کې داعش وسله والو ته سخته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

سرمقاله لیکونکی د تورې بوړې په ستراتیژیک اهمیت هم غږیدلی او لیکلي دي چې توره بوړه د وسله والو لپاره یوه خوندي پټنځای دی چې اوس د داعش له وجوده پاکه شوه.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د افغان ځواکونو له لوري د داعش له وجوده د تورې بوړې پاکسازي یوه لویه لاسته راوړنه او دا يې دغه وسله والې ډلې ته ستره ماتې بللې ده.

سرمقاله لیکونکی وړاندیز کوي او وړاندې لیکي هغه سیمې چې د وسله والو له وجوده پاکېږي باید افغان امنیتي ځواکونه يې د دوامداره امنیت ساتلو په خاطر جدي تدابیر ولري.

د سرمقاله لیکونکي په باور له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د افغانستان په ختیځ کې داعش وسله واله ډله وځپله او د دغه ډلې مرکزونه يې له منځه یوړل خو د وخت په تېريدلو سره دې ډلې یو ځل بیا له فرصته په ګټه اخېستنې سر راپورته کړو او یو شمېر سیمې يې تر واک لاندې راوستې.

مسیر :

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ په ننګرهار کې د داعش ډلې پرضد په شدت ګام اخیستلو ته اړتیا ده او پکار ده چې د داعش پر ضد د مبارزې لپاره ولسي ملاتړ راخپل شي.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې خلک باید له داعشه رالیرې کړای نه دا چې دغه ډلې ته ورنږدې کړای شي، ځکه د سرمقاله لیکونکي د معلوماتو له مخې د شپې پوځي عملیات چې په وروستیو کې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې زیات شوي او ملکي وګړو ته هم په کې زیان اوښتی.

د لیکوال په باور داعش ډلې ته د خلکو د ورنږدې کېدا لامل ګرځي.

په پای کې ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په یو جلا مطلب کې لیکلي چې د داعش وسله والې ډلې د ځپلو او له منځه وړلو لپاره د سیمې هېوادونو او نړۍ ګډې همکارۍ ته اړتیا لیدل کیږي.

د مطلب لیکوال وړاندې لیکي له هغې پرته به د داعش ډلې له لاسه افغانستان نورې بدې ورځې هم وویني.

XS
SM
MD
LG