د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

قدير: په هسکه مېنه او وچ کوټ کې د داعش ځالې نورو سیمو ته لوی خطر دی


په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجي ظاهر قدير چې په امنيتي برخه کې له کابله د راغلي حکومتي پلاوي مشري کوي وایي، تر هغه چې د هسکې مېنې او وچ کوټ سیمې له داعش وسله‎والو پاکې نه‌شي شااوخوا نورې سیمې نه‌شي امن کېدلی.

نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ تورې بوړې ته د سفر پر مهال رسنیو ته وکړې او ويې‌ويل، د هسکې مېنې او وچ کوټ کې د داعش وسله‎والو ځالې نورو سیمو ته لوی خطر دی.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجي ظاهر قدير
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجي ظاهر قدير

نوموړی وايي:

"دا هم لازمه ګڼم چې وچ کوټ او هسکه مېنه کې ولس په پښو ونه‌درېږي، ولس تجهيز نه‎شي او هغه ځالې خالي نه‎شي او دلته له هغې ځایه د راتګ لارې بندې نه‎شي دا به د دښمن دلته نه اول راتګ وي او نه اخر راتګ وي، که زموږ حکومت دا غوښتنې ونه‌مني دا به د ولس سره لویه جفا وي."

په ورته وخت کې بیا په دې سفر کې د ننګرهار د ولایتي شورا دوو غړو ذبیح‎الله زمري او ډاکتر ناصر کامه‌وال ټينګار وکړ چې د پچير اګام ولسوالۍ د پاس پچير او تورې بوړې له سیمو څخه بې‌ځایه شویو کورنیو سره دې لازمې مرستې وشي.

دوی وايي:

"ذبیح‌الله زمری، دلته د دې جګړې له امله تاسو دا کورونه ګورئ چې خالي شوي، نورو سیمو ته کډه شوي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې په لومړي قدم کې دغو خلکو سره لازمې مرستې وشي او بیا د راتلونکي خطر د مخنیوي په خاطر دې تجهيز شي."

"ډاکتر ناصر کامه‌وال: زموږ غوښتنه له مرکزي او ولایتي ادارې نه دا ده، هغه ټولې کورنۍ چې د جګړې له امله بې‌ځایه شوي هغوی ته لازم سهولتونه برابر کړي او زمینه ورته برابره کړي چې بې‌ځایه شوي خلک بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي."

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې په ډېرې کمې موده کې يې د تورې بوړې دنګ غرونه له داعشيانو پاک کړل.

ده وويل، د سیمې خلکو سره د لازمو مرستو تر څنګ په پام کې لري چې په دې ساحو کې بنيادي پروژې هم پلې کړي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل

ښاغلي منګل زیاته کړه:

"زه ډاډ ورکوم چې ان‌شاءالله دلته به د انکشافي پروژو چې په هغې کې د سړکونو، د څښلو اوبو، کلینیکونو او ښوونځيو د جوړولو په برخه کې انکشافي کارونه عملي کېږي."

د امنيتي ځواکونو په خبره په روانو عملیاتو کې چې تېره اوونۍ پيل شوي د چپرهار ولسوالۍ په بشپړه توګه او د پچير اګام ولسوالۍ د تورې بوړې سيمې يې له داعش وسله‎والو پاکې کړي چې اوس د الف‌خېلو په سیمه کې د داعش وسله‎والو پر ضد عمليات روان دي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG