د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

قدیر: توره بوړه به له داعشه ژر تصفیه او راتلونکی کنفرانس به دغلته وي


د ننګرهار د وروستي امنيتي وضعيت د څارنې په خاطر له کابله راغلی حکومتي پلاوی وايي، ډېر ژر به توره بوړه له داعش وسله‎والو پاکه شي.

د دغه پلاوي مشر او د ولسي جرګې غړي حاجي عبدالظاهر قدير د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وويل چې توره بوړه لا تر اوسه داعش سره ده، خو په وینا يې افغان ګډو ځواکونو د تورې بوړې شااوخوا ځينې مهمې نقطې نیولي او په پام کې ده چې ډېر ژر به دا مهم مرکز له داعشيانو بېرته ونیول شي.

ظاهر قدیر: د امنیتي وضعیت د څیړنې بل کنفرانس به مو په توره بوړه کې وي
ظاهر قدیر: د امنیتي وضعیت د څیړنې بل کنفرانس به مو په توره بوړه کې وي

ښاعلي قدیر وویل:

"د تورې بوړې په مختلفو ساحو کې جنګ روان دی او ان‎شألله زه په دې ډاډه یم چې په تېزۍ سره به توره بوړه تصفيه شي او زموږ او ستاسو راتلونکی کنفرانس به په توره بوړه کې وي."

نوموړي وويل، ننګرهار ته د دوی راتګ د روانو عملیاتو څارنه او د دې تر څنګ په داعش ځپلو ولسوالیو کې د ولسي خلکو له‎منځه د محلي پولیسو جوړېدل دي.

دی وايي، په دې غرنيو سیمو کې د سیمې خلک په ښه توګه کولای شي چې د خپلې سیمې امنيت وساتي.

ظاهر قدیر وایي:

"موږ په ولسي پاڅونونو هم کار کوو چې څنګه یې مجهز او اکمال کړو، ځکه موږ داسې پاڅون نه‎کوو چې د یوې میاشتې لپاره اکمال شي او بله مياشت بیا څه نه وي، موږ غواړو د اوږد مهال لپاره پلان جوړ کړو او هغه خلک په هغه اراضي ښه پوهیږي."

په همدې کنفرانس کې د ولایتي شورا وکيل ډاکټر ناصر کاموال بیا له امنيتي ارګانونو او ولایتي ادارې وغوښتل چې د تېر په څېر دې داسې عمليآت نه کوي چې د امنيتي ځواکونو د وتلو سره بېرته سیمې داعش يا نورو وسله‎والو ته پاتې شي.

دی وايي، امنيتي ځواکونه که عملیات کوي، په غرنیو سیمو کې دې یاد وسله‎وال په بشپړه توګه ختم کړي چې خلک ترې په ارامه شي.

کاموال زیاته کړه:

"څومره چې ژر کېدای شي، د دولت وسله‎وال مخالفين که داعش دي او یا طالبان، وباسي چې بېرته خپله د کلي خلک کليو ته ولاړ شي او د تېر ځل غوندې نه‎شي چې امنيتي ځواکونو د وتو سره سم بیا داعش هغه سیمې ونيسي."

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې داعش وسله والو د پچير اګام ولسوالۍ له لارې پر تورې بوړې حمله وکړه او د طالبانو له خوا د يوې لنډې مودې مقاومت وروسته داعش وسله‎وال تورې بوړې ته دننه شول.

د ننګرهار د ولايتي ادارې د معلوماتو له‎مخې اوس افغان ګډو ځواکونو د تورې بوړې د بېرته نیونې په هدف عمليات پيل کړي چې په وینا يي د تورې بوړې شااوخوا مهمې نقطې د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي او جګړه پرې روانه ده.

راپور:شاه محمود شينواری

XS
SM
MD
LG