د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

ارګ: د چین منځګړیتوب د پاکستان-افغانستان اړیکو کې نوی فصل پرانیزي


د افغانستان جمهوري ریاست هیله څرګنده کړې چې د چین په منځګړیتوب روانې هڅې به د کابل او اسلام‎اباد په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې په وروستیو دوو-درېیو کلونو کې خورا زیات ترینګلې شوي او د د دواړو هېوادونو تر منځ د اعتماد د اعادې لپاره د بریتانیا په ګډون د بېلابېلو اړخونو هڅو تر دې دمه نتیجه نه‎ده ورکړې.

خو اوس د دې دوو ګاونډیو د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې وروسته له هغه جدي شوي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې له چارواکو سره خبرې وکړې او په بله ورځ‌یې په اسلام‎اباد کې د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره په لیدنه کې وویل چې د ده د سفر اصلي هدف د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کول دي څو له دې لارې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وشي.

سرتاج عزیز پرون وویل، ښايي ښاغلی شریف او ولسمشر اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان او تاجکستان په درې اړخیزه غونډه کې چې په دوشنبې ښار کې جوړېږي وګوري.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دوشنبې د سرمشریزې په اړه څه ونه‌ویل خو هیله‌یې څرګنده کړه چې د چین په منځګړیتوب هڅې به د کابل او اسلام‎اباد د اړیکو له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

ښاغلي مینه‎پال زیاته کړه:

"افغانستان او پاکستان ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر له سفر وروسته موږ تمه لرو چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې به یو نوی فصل پرانیستل شي او د چین د حکومت په څارنه دا مذاکرات به داسې یوې پایلې ته ورسېږي چې د افغانستان او پاکستان د دایمي ثبات پیلامه شي."

په همدې حال کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کولو لپاره یو باصلاحیته پاکستانی پلاوی کابل ته سفر وکړي.

همداراز د پاکستان صدراعظم نواز شریف په دې وروستیو کې زاهد نصرالله په کابل کې د پاکستان د نوي دایمي سفیر په توګه ټاکلی او د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې هغه ته‌یې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو دنده سپارلې ده.

کابل پر پاکستان تور لګوي چې په خپل قلمرو کې یې هغو وسله‎والو ډلو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې ترورېستي حملې کوي او اسلام‎اباد په پاکستان کې د حملو پړه پر هغو ډلو اچوي چې د پاکستاني پوځیانو په وینا مرکزونه‌یې په افغانستان کې دي.

دې تورونو د افغانستان او پاکستان اړیکې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ د نښتو تر حده ترینګلې کړې دي.

XS
SM
MD
LG