د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

له سویډنه ډیپورټ شوی ۲۰ کلن افغان د کابل وروستیو پېښو کې ووژل شو


سویډن د مې پر دېرشمه نېټه هغه ۲۰ تنه افغانان چې د پناه غوښتنې تقاضا یې رد شوې وه، بېرته افغانستان ته ولېږل.

تر دې شااوخوا یوه اوونۍ وروسته یعنې د جون پر درېیمه نېټه یو له دغو نویو ځوانانو څخه چې بېرته خپل هېواد ته تللی وو د کابل په وروستیو یوه چاودنه کې ووژل شو.

سویډني چارواکي وایي، د دغه ځوان تقاضا له دې کبله رد شوې وه چې په قضیه کې یې ستونزې او شکونه وو او هغه ډېر کلونه په ایران کې تېر کړي وو.

چارواکو دغه راز د دې ځوان عمر نوولس کاله ښودلې حال دا چې هغه ځان اولس کلن معرفي کړی وو.

له دې سره سره داسې ښکاري چې د سویډن چارواکو په افغانستان کې د دغه ځوان د امنیت په اړه څه نشو کولی، خو د چارواکو په خبره له سویډن څخه د هغه ایستل حتمي وو.

هیومن رایتس واچ یا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان لیکي چې اروپایي هېوادونه په پرله پسې ډول د افغانانو د پناه غوښتنې تقاضاوې ردوي.

افغان پناه غوښتونکي.
افغان پناه غوښتونکي.

مقاله لیکي ډېری هغه افغانان چې په اروپا کې نه منل کېږي، سره له دې چې د افغانستان د بېلابېلو سیمو څخه تللي، خو د قضیې په ردېدو سره هغوی کابل ته لېږل کېږي چې په دې سره د یو نیم میلیون هغو کسانو ستونزې لا ډېر وي چې له وړاندې په افغانستان کې دننه له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان دغه راز وایي، دا نظر چې ګواکي کابل د افغانانو لپاره امن ځای دی، جدي عواقب لري.

د سویډن په ګډون د اروپا په پنځو هېوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو د منل کېدو شمېر کم شوی دی.

په دغو ټولو پنځو هېوادونو کې پناه غوښتونکو ته د ۲۰۱۷ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۵ کال د همدې مودې پرتله مالي مرستي له اتیا فیصده څخه شااوخوا ۴۵ ته راکمې شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي، په کابل کې د جرمني سفارت ته څېرمه تر وروستۍ چاودنې وروسته د برلین حکومت په یوه مناسب اقدام سره له هغه هېواده د افغان پناه غوښتونکو ایستل وځنډول.

دغه سازمان وایي، نور اروپایي هیوادونه هم باید ورته اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG