د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

په سویډن کې په نشو روږدي افغانان زیات شوي


د بیر ډبي، د المونیم کاغذي ټوټې او د ورځپاڼو ککړې پاڼې د سویډن د مرکز په شمال کې د اوپسالا ښارګوټي د موټرو په یوه پارکنګ کې چې افغان پناه غوښتونکو هلته پناه اخیستې ده، دلته هلته پراته دي.

په ستاکوهلم کې د افغانانو د ټولنې رئیس نسیم سحر ازادي راډیو ته د دغو کسانو د وضعیت په اړه وویل:

"د اوپسالا په مرکز کې تر یو پُل لاندې ډېر زیات معتاد کسان دي، دوی داسې دي لکه په کابل کې چې معتادین پراته دي او دوی په همدې ځای کې دلته خرید او فروش هم کوي."

اوپسالا د ستاکوهلم شمال ته یو وړوکی ښار دی. په دې ښار کې نېژدې زر هغه کډوال ژوند کوي چې عمرونه یې تر اتلسو کلونو کم دي.

په دوی کې شاوخوا سل افغانان دي، دوی د پناه غوښتنلیکونه سپارلي دي او انتظار دي چې مهاجر ومنل شي، د مهاجر په توګه د منلو لپاره لږ تر لږه یو کال وخت پکار دی، خو دا افغانان په هیروینو روږدي شوي دي.

شپاړس کلن مهدي وایي چې سویډن ته له رارسېدو وروسته په هیروینو روږدی شوی دی، دی څرګندوي، کله چې موږ څکوو، ارامه کېږو او بیا د هېڅ شي غم راسره نه وي.

مهدي سربېره پر دې چې معتاد دی، دی په سویډن کې منل شوی دی، دی وایي که حکومت مخکې له مخکې پوه شي چې څوک په مخدر موادو روږدی دی، له خپلې خاورې یې شړي.

په ستوکوهلم کې د افغانانو د ټولنې مسؤل نسیم سحر وایي، په مخدر موادو روږدو کسانو د نورو افغانانو د مهاجرت د دوسیو پر منلو هم منفي اغیز کړی دی:

"یو تعداد دغه کسان چې په هیروینو مبتلا دي، دوی تجاوز کوي، دوی جنګونه کوي. دوی داسې څه کوي چې ان په سویډن کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د همدې لپاره هم د سویډن حکومت مجبوره شوی دی چې سختې زیاته کړي او هغه کسان چې واقعاً مستحق دي چې اقامه واخلي، له بده مرغه د دوی پر کارونو یې هم تأثیر کړی دی."

فرانس پریس اژانس د سویډني چارواکو په وینا خبر ورکوي چې په هغو زلميو افغانانو کې چې سویډن ته راغلي دي او د پناه درخواستونه یې ورکړې دي، په نشه يي موادو روږدېدل عام دي.

د سویډن د روغتیایي چارو مسؤلان وایي، په مرکز ستوکوهلم کې په دوه زره شپاړسم میلادي کال کې د لږ تر لږه زرو پناه غوښتونکو درملنه وشوه چې په مخدر موادو اخته وو. روغتیایي مسؤلانو دا نه ده څرګنده کړې چې دغه کسان د کومو هېوادو وو.

په اوپسالا کې د ټولنیزو چارو د ریاست مشر هیلدي ویبرګ وایي، دا ګرانه ده چې د پناه اخیستو لپاره چې چا درخواست ورکړی وي ډېر انتظار شي.

ویبرګ زیاتوي چې ډېر پناه غوښتونکي د خپل تېر ژوند له امله هم یو ډول روانی ستونزې لري.

نسیم سحر بیا وایي چې اکثر پناه غوښتونکي معتاد افغانان مخکې تر دې چې سویدن ته راشي، په نشه یي موادو روږدي وو:

"په ۲۰۱۵ کال کې نژدې ۲۴۰۰۰ افغانان چې عمرونه یې تر اتلسو کم وو، سویډن ته راغلل. د دوی لویه برخه له ایرانه راغلې ده. فکر کوم چې هلته دغه ستونزه موجوده وه او دغه مرض یې سویډن ته هم له ځان سره راوړی دی."

په تېرو دوو کلونو کې سویډن اکثر کم عمره افغانان د کډوالو په توګه منلي دي، روان کال دغه بهیر ورو شوی دی، خو بیا هم د سویدن د کډوالو د چارو د ادارې په وینا له څه باندې دیارلس سوه درخواستونو څخه دوه سوه رد شوې دي.

XS
SM
MD
LG