د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

جرمني د رد شویو افغان پناه غوښتونکو درخواستونه بیا ارزوي


په کابل کې د چهارشنبې په ورځ د خونړۍ حملې وروسته جرمني د افغانستان د امنیتي وضعیت په خاطر د هغو افغان پناه غوښتونکو درخواستونه بېرته ارزوي چې رد شوي وو.

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل وايي، هېواد يې د افغانستان امنيتي وضعيت ته په کتو د هغو افغان پناه غوښتونکو درخواستونه بېرته ارزيابي کوي چې د پناه غوښتنه يې رد شوې ده.

مېرکل دې خبرې ته په ځواب کې چې ايا د جرمني حکومت اوس هم وروسته له هغه چې په کابل کې خونړۍ حمله وشوه، د افغان پناه غوښتونکو پر ايستلو غور کوي، وويل چې هره قضيه به جلا جلا ارزول کېږي او تمرکز به د هغو پناه غوښتونکو پر ايستلو وي چې له مخکې د جنياتونو سابقه لري.

انګلا مېرکل.
انګلا مېرکل.

جرمني د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یوې ډلې افغان پناه غوښتونکو ايستل يې د کابل له حملې وروسته وځنډول.

جرمني تر دې مخکې يو شمېر افغان پناه غوښتوونکي له خپلې خاورې په زوره ايستلي او افغانستان ته انتقال کړي دي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل هغه مهال په خپل هېواد کې له انتقادونو سره مخامخ شوه چې زيات شمېر پناه غوښتونکو ته يې اجازه ورکړه چې دغه هېواد ته ورشي.

همداراز تېره ورځ د جرمني نهه کسه پوليس افسران هغه مهال ټپيان شول چې به نورنبرګ ښار کې د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندي له تاوتريخوالي ډک لاریون سره مخامخ شول.

اعتراضونه هغه محال له تشدده ډک شول چې پوليسو هڅه وکړه يو افغان پناه غوښتونکی چې په جرمني کې يې دوسیه رد شوې وه، له دغه هېواده د ايستلو په هدف ونيسي، خو د دغه پناه غوښتونکي سلګونو ټولګيوالو اعتراضونه وکړل او د پوليسو مخه يې ونيوله چې دغه افغان ونيسي.

د ۲۰۱۷میلادي کال په لومړیو دوو مياشتو کې جرمني يوازي ۴۸ فیصده افغان پناه غوښتونکو ته پناه ورکړې ده چې د ۲۰۱۵میلادي کال په پرتله یې شمېر ۷۸ فیصده کم شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت مخکې ويلي، له ۲۷ زره او ۶۳۹ افغان پناه غوښتونکو له درخواستونو څخه يې د ۱۴ زرو ۴۰۳ کسانو درخواستونه رد کړي دي.

په کابل کې پر خونړۍ حمله سربېره اتريش ۱۷ افغان پناه غوښتونکي و ايستل او افغانستان ته يې ولېږل.

د اتريش د کورنيو چارو وزارت وويل، هغه الوتکه چې افغان پناه غوښتونکي پکې وو، د چهارشنبې په ورځ کابل ته ولاړه.

د اتريش د چارواکو په وينا، دغه هېواد اړ دی هغه ټول افغان پناه غوښتونکي خپل هېواد ته ولېږي چې د پناه غوښتنه يې رد شوې ده.

XS
SM
MD
LG